02‏/08‏/2007

هغه محرمات چې خلك ورته په سپكه ګوري بايد ځان ترې وژغورو

هغه محرمات چې خلك ورته په سپكه ګوري بايد ځان ترې وژغورو

د ټیټانیک Titanic د کښتۍ ډوبېدل

د خدای د وحدانیت نښانې

د ټیټانیک Titanic د کښتۍ ډوبېدل

د ډاکتر مصطفی محم الجمال لیکنه / د الاسکندریة پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي
د هدايت الله هميم ژباړه

د خدای په رسول صلی الله علیه وسلم ، اصحابو، او هر هغه څوک، چې ترقیامته یې دده د سنتو متابعت کړی ، له درود وروسته په دې لړۍ پیل کوم، چې د لوی خدای په بې شمېره حکمتونو، علمي یقنیني مواعظو شامله ده، چې د خدای په دې کلام کې یې یادونه شوې ، خدای پاک فرمایلي: "هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي البَرِّ وَالبَحْرِ حَتَّى إِذَا كُنْتُمْ فِي الفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِمْ بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا بِهَا جَاءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءَهُمُ المَوْجُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنْجَيْتَنَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ (10/22)" صدق الله العظيم.

دا آیت کریمه مو له هغوبې ساري سمندري پدیدو او د سمندر د حال له بدلونه خبروي، چې د خپل طبیعي حالت څخه دینامیکي او ناڅاپي حالت د وخت په تېرېدو بدلون مومي، چې که هرڅومره په پرمختللې توګه بېړۍ جوړي وي ، ډېر ځله یې د ډوبېدو لامل ګرځي ، لکه څنګه چې موږ پوهېږو، چې د سمندر د حالت بدلون له هوا له تودوالي سره تړاو لري چې ډېر ځله په سمندر کې مېشته خلک له خدایه په دې وېره کې وي چې ګني ډوب نشوخو له نجات وروسته بېرته خپل فساد ته دوام ورکړي او خپل رب ته په اخلاصمن او رښتیني نه وي، او بېشکه چې د خدای عذاب دې ډلې ته سخت دردوونکی دی. په دې اړه د علمي څېړنو یوه روښانه بېلګه د ټیټانیک Titanic د بېړۍ ډوبېدل و.
د تعجب خبره یواځې دانه ده، چې دا یوه ډېره او بې شانه بېړۍ وه، او بې شمېره ورړونکي پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، بلکې تعجب ددې بېړۍ د ډوبېدو د پېښې په منطقي تفسیرېدو کې دي، هغه دا چې هغه مهال خلکو دا عقیده لرله چې د پېښې اساسي لامل له یخین غره سره د بېړۍ ټکر و، چې له یوه اوږده غږ پنځېدو وروسته د بېړۍ د چاودېدو لامل شو او له لږ درنګ وروسته ډوب شوه، خو اوسنیو څېړنو د بېړۍ د ډوبېدو د ځای له پېژندلو وروسته د عصري آلاتو په وسیله دا جوته کړه، چې د یخین غرونو هغه نېږدې غر اته سمندري میله ترې لرې و، چې ( یو سمندري میل نېږدې ۱،۸۵ کیلومتره کېږي)، یاپه بل عبارت دبېړۍ د ډوبېدو لامل یو داسې علمي معما شوه، چې پوهېدل پرې اسان نه وو، چې په دې لړۍ کې یو انسان د بل اوتمات انسان د جوړولو په لټه کې شو، چې د سمندر په تل کې یې د غوټو وهلو توان وموند، او د اوبو له سره یې د لرې واټن څخه د کنټرولولو واک پیدا کړ،چې په پای کې یې د ډوب شوې بېړۍ ځینې برخې وموندې، چې دهغو لپاره ځانګړي تحلیلونه او د تجربو په موخه ورته ځانګړي کتنځي جوړشول، او دا په ډاګه ورته روښانه شوه، چې د بېړۍ د ډوبېدو تخمین شوي لاملونه ناسم وو، چې ګني د یخ له غرګوټي سره ټکر شوې وه، بلکې د ډوبېدو حقیقي لامل د بېړۍ د جوړښت په فلزي معدنو کې ناڅرګند و، هغه چې بېړۍ ترې جوړه شوې وه، چې معدنو اصلي حالت او کلکوالی له لاسه ورکړ او د مد او جزر مساله منځته راغله چې د ټکر اوز ترې وانګېرل شو.
راځﺉ چې اوس د پېښې اصلي کیسې ته ننوځو علمي څیړنیزو او حقیقي تجربو ثابته کړې . غواړم یو څه تفصیل ددې بېړۍ او یوڅه د بېړۍ د دوو نورو ملګرو په اړه درته روښانه کړم، چې یوه یې د اولمپیک Olympic بېړۍ، چې په ۱۹۱۰ز کال کې یې جوړښت پیل او په ۱۹۳۵ز کال کې میدان ته راووته، اوبله یې برتانوي بېړۍ Britannic چې په ۱۹۱۴ز کال کې جوړه او له (مین) سره له ټکره وروسته په ۱۹۱۶ز کال کې ډوب شوه، چې دری واړې بېړۍ د ایرلینډا په یوه جبه خانه کې جوړې شوې وې.

1. د جوړېدو لنډ تاریخ ، تجربې، او چلول :
د جوړېدو نېټه : د مارچ ۳۱ /۱۹۰۹ز
پرانېستنه (افتتاح) او میدان ته راوتل د مۍ ۳۱ / ۱۹۱۱ز
د برابرښت نېټه د مارچ ۳۱/ ۱۹۱۲ز

2. د سفر پیل او پای په اړه لږ څه تفصیل :
- د برتانیې د هېواد د ( سوت اومبتون) له بندره د اپریل په ۱۰ په ۱۹۱۲ کې واوښته
- په سمندر کې له شپږو ګړیو وروسته څخه د فرانسې (شوربیرج) بندر ته یې مخه کړه ‎، چې په هماغه ورځ ورسېده.
- په هماغه ورځ له دوو ګړیو له لږ درنګ وروسته د (شوربیرج) له بندره تېره شوه او په ایرلیند کې د ( کوینز ټاون ) په لوري روانه شوه .
- د (کوینز ټاون) بندر ته د اپریل په ‍۱۱ ‍/۱۹۱۲ د ماسپښین شاوخوا کې ورسېده.
- په هماغه ورځ د ماسپښین په یوه نیمه بجه د (کوینز ټاون) له بندره واوښته او د نیو یارک بندر ته یې مخه شوه.
- د ډوبېدو نېټه یې Titanic Foundered ۲: ۲۰ وروسته له غرمې د اپریل په ‍۱۵ کال ‍‍۱۹۱۲ز.
- د ۱۹۸۵ز کال د سبتمبر په لومړۍ نېټه یې د ډوبېدوځای څرګند او کشف شو، او د ټکر ځای یې هم د فرانسویانو او امریکایانو د ګدې څیړونکې ډلې لخوا کشف شو، چې د سمندر له تل څخه په ۵ر۲ سمندري واټن کې و.
- د بېړۍ ټوله عمله په ایرلندا کې د کوینز ټاون له بندر څخه ۲۲۳۸ تنه وو.
- د ډوبېدو په پېښه کې د بې درکه کسانو شمېر ۱۵۲۳ کسان وو.۸۱۵ کسان سپاره وو، ۶۸۸ نور کارکوونکي وو، چې یواځې ۷۱۵ کسانو نجات وموند (یعنې د بېړۍ د ټولټال شته خلکو له ډلې څخه ٪۳۲ کې بچ شول .
3. د بېړۍ په اړه لنډ تفصیل:

د بېړۍ ریکارډ شوی اوږدوالی ۲۵۹،۹۰۹ متره و.
د بېړۍ ټولټال اږودالی ۱۳۱ر۲۶۹ متره و.
د بېړۍ سور ۲۰۲ر۲۸ متره و.
ژوروالی یې ۱۷۱ر۱۸متره و.
ریکارډ شوی بار او تول یې ۴۶۳۲۶ و.
- د ړومبي پوړ د سپرلۍ شمېر ۷۳۵ تنه وو.
- د دوهم پوړ د سپرلۍ شمېر ۶۷۴ تنه وو.
- ددرېیم پوړ د سپرلۍ شمېر ۱۰۲۶ تنه وو.
- د نجات او بچېدو لپاره د کوچینو ماکو ګانو پراخوالی د بېړۍ پر سر د ۲۰ ماکوګانو سره برابر وو،چې ۱۱۷۸تنه یې ځایولای شوای . یعنې د سپرلیو او کارکوونکو نیمايي شمېره !!! .

د بېړۍ تصمیم او پاملرنه په ښه توګه د بېړۍ سره سمه شوې وه، چې باید د ډوبېدو مخه یې پکې نیول شوې وه. خو د بېړۍ د هندسي جوړښت سره سره ، چې د پاملرنې ټول حسابونه ورته شوي وو، د خدای تعالی له امر سره سمه په ړومبي سفر کې ډوب شوه .

پورتنې انځور د بېړۍ زینې په ګوته کوي، چې د معماري فنونو یوه ډالۍ وه، چې بېړۍ ته یې د قصر مثال ورکړی و،په ښي اړخ ته انځور کې یوه ګړۍ ښکاري، او کیڼ اړخ ته ښکلي معماري شوې زینې ښکاري ، چې د بېړۍ د منځ د محتویاتو استازیتوب کوي .

د ډوبېدو علمي لاملونه :

که خپل ژوند ته لږ ځیر شو، د فاجعو او غمجنو پېښو لاملونه په خدای باندې کفر ته راګرځي ، کله چې انسان له خدایه سرغړونه وکړي، خدای پرې ډول ډول بدبختۍ راولي، هغه فیلم چې د ټیټانیک R.M.S. Titanic د کیسې د یاد پاتې کېدو لپاره جوړ شوی و، ښايې چې په دې فیلم کې د برتانیې یوه شهزادګۍ ووینو، چې د بېړۍ په پرانېستنه یې پیل وکړ، چې د بېړۍ جوړوونکي الماني انجینر ته په دواړو غوږونو ځیر ده او هغه د معمار ،امان، او ډاډ خبرې ورته کوي، شهزادګۍ ناڅاپه ترې پوښتي، چې ایا کېدای شي چې دا بېړۍ ډوبه شي، انجینر یې په ځواب کې فورا ورته وایې: " خدای دا بېړۍ نشي ډوبولای ".

خو، په ړومبي سفر کې بېړۍ ډوبه شوه، سره له دې چې پکې هماغه الماني انجینر و، چې د نه ډوبېدو ضمانت یې ټولوته ورکړی و، او سربېره پردې ورسره نور برتانوي انجینران هم موجود وو.
کیپټان خپلې واګې د بېړۍ ړومبي ضابط ته سپاري، چې کابو خپلې نېږدې موخې او بندر ته د رسېدو په حال کې وه، او د نیویارک له بندر څخه څو ګړۍ لرې وه، چې په دې مهال مشرانو او د عزت خاوندانو خلکو ته د مېلمه توب لمانځنې په موخه ډول ډول خوراکونه وړاندې کېدل، چې همدا یې د پای پیل شو.
کله چې ړومبي ضابط په تور بخن ځګ کې یخین غر څرګند شو، او د بېړۍ له مخکېنۍ برخې څخه د اته سمندري میلونو په واټن کې لرې و، چې د ناسم فرمان بولۍ یې ټولو برخو ته واوروله، چې خپل مسیر ته بدلون ورکړي، چې په ناڅاپي توګه له د صفر له ارزښته ترټولو لوړې کچې ته اوچته شوه، چې د کښتۍ د اداره کولو کړۍ پرېښودل شوه، او ضابطان یې له هرڅه ستړي شول، چې په پای کې د بېړۍ په سر یو پړک وپنځېد، چې په بیړه په ټوله کښتۍ کې غږ په چټکۍ خپور شو، چې پایله یې د بېړۍ دوه برخې کېدل شول، چې مخکېنۍ برخه یې سمدلاسه ډوبه شوه او وروستنۍ برخې یې د دوو ګړیواو دېرش دقیقو لپاره د ډوبېدو څخه مقاومت وکړ،چې یوه ګړۍ د نمایي سپرلۍ د نجات لپاره کافي وه، خو په مخکېنۍ برخه کې ټوله سپرلي غرقه شوه .
کښتۍ د محیط په اوبوکې د نیو یارک او کاناډا د سمندرونو دڅنډو سره ډوبه شوه، د ځینو په ناسم اند د کښتۍ د ډوبېدو لامل له یخین غره سره ټکر و، اګر چې د ډوبېدو ځای یې له یخین غره څخه پینځه سمندري میله لرې و( یعنې ۱۰ کیلو متره ) .
خدای پاک مو په خپل سپېڅلي کلام کې په بحر کې د بېړیو د توازن ساتلو او سلامتیا څخه خبروي، چې په سورت یاسین کې یې داسې مهرباني کړې ده : بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ: "وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْرِيهَا وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ (11/41)" صدق الله العظيم .

د طب او دين په رڼا كې د بې خوبۍ درملنه



بې خوبي له خوب څخه محرومېدل دي.... او يا خو د خوب كولو توان نه درلودل دي، يا خو په شپه كې په مكرر ډول د خوب پرې كېدل دى.

بې خوبي په امريكا او اروپا كې يوه بېساري خپره شوې پديده ده، چې په اړه يې زيات شمېر كتابونه او مقالې هم ليكل شوې دي، ډاكتر ايفريټ په خپله مقاله كې چې په American Journal of Medicine مجله كې خپره شوېده ويلي دي: د بې خوبۍ ستونزه په امريكا كې يو له هغو زياتره شكايتونو څخه ده چې د ډاكترانو په كتنځايونوكې په زياته كچه خبرې پرې كيږي.. د خلكو درېيمه برخه خلك له دې پديدې څخه شكايت كوي، چې دوى خوب نلري، لدې كبله خلك مصنوعي خوب راوستونكي يا hypnotic او ارام راوړونكي دارودرمل په زياته كچه استعمالوي.

په امريكا كې د Hypnotic او ارام راوستونكو درملو په اړه پروفيسور ډيلي په يوه طبي مجله Primary Care كې داسې وايي: په امريكا كې په بې خوبۍ اخته كسان مخ په ډېرېدو دي چې 9% يې ځوانان، او له 35% څخه زياتو د پاخه عمر په درلودونكو كې وجود لري.
نوموړى پروفيسور په خپله مقاله كې بل ځاى زياتوي چې: په امريكا كې د بې خوبۍ پديده بايد بې اهميته او كمه ونه ګڼل شي، دلته په امريكا كې 40% بالغان او 40% د پاخه عمر خاوندان د مصنوعي خوب راوستونكي او اراموونكي درمل او ګولۍ په منظم ډول استعمالوي.

د بې خوبۍ لاملونه څه دي؟

اندېښنه، تشويش او په ځان فشار راوړل: چې دا د بې خوبۍ يو لوى عامل دى... لكه څنګه چې په Manual of Fitness كتاب كې راغلي: ښايي چې پرځان زيات فشار راوړل ددې لامل شي چې په عمومي ډول بې خوبي رامنځته كړي، پرځان فشار راوستل نه يوازې بې خوبي رامنځته كوي، بلكې د اندېښنې او ډاروونكو سوچونو لامله بې خوبي پرځان فشار راوستل لا نور هم زياتوي، په ځانګړي توګه هغه څوك چې زيات اندېښمن وي.
اندېښنه څو اسباب لري: هغه اندېښنه چې سبب يې د ورځې په اوږدو كې د ناوړه خبرونو اورېدل وي، او يا يې سبب فقر وي.. چې انسان د خپل رزق په غم كې وي. او يايې سبب ثروتمندي وي.. چې انسان د خپلو پراخه كارونو او پروژو په اندېښنه كې وي. او يا يې سبب د واده مشكلات وي... او ياخو د واده كولو توان نه درلودل وي... او يا يې لامل د ژوندانه غمونه او پرېشانۍوي، او يا يې سبب خوښۍ او خواشينۍ وي... خو مسلمان انسان د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دا قول درك كولاى شي چې فرمايي: احفظ الله يحفظك ، احفظ الله تجده تجاهك ، إذا سألت فاسأل الله ، وإذا استعنت فاستعن بالله .. واعلم أن الأمة لو اجتمعت على أن ينفعوك بشيء لم ينفعوك إلا بشيء قد كتبه الله لك .. ولو اجتمعت على أن يضروك بشيء لم يضروك إلا بشيء قد كتبه الله عليك ..
پدې سره مسلمان د خوشالۍ او اطمنان احساس كوي، او خپل امور او كارونه يوازې او يوازې د اسمانونو او ځمكو پرخالق د توكل كولو په رڼا كې ترسره كوي.
او د اندېښنې دوهم سبب د بدن ناروغتيا ده لكه د ګېډې، ملا او مفاصلو دردونه سردردي زياته ګرمي او داسې نور، چې پدې حالت كې د اساسي مرض په درملنې سره د اندېښنې درملنه هم كېداى شي. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: اې د الله بندګانو د خپلو ځانونو درملنه وكړئ، بېشكه چې الله هېڅ داسې مرض نه دى پيدا كړى چې علاج يې نه وي، پرته له يو مرض څخه چې هغه د بوډاتوب مرض دى.
له خوب څخه مخكې سپك او خفيف خواړه خوړل: چې پدې وخت كې خواړه خوړل د هاضمې د سختوالى سبب كيږي چې اندېښنه رامنځه كوي، ځينې وختونه خلك پدې وخت كې زيات مشروبات څښي او يا ډېر خواړه خوري، چې دا هم د اندېښنې سبب كيږي. بيارفلوشير وايي: درېيمه برخه انسانان وختي مري، دا ځكه چې دوى كافي خواړه نلري او بل ثلث يې (چې هدف يې ترې لويديځوال دي، خو ددې تطبيق په ټولوهغوخلكوكېداى شي چې د غربيانو په څېرژوند كوي او اسلامي تګلاره په خپلو خوړو كې نه پلى كوي) مخكې له وخت څخه مري، دا ځكه چې دوى له خپلې لازمې اندازې څخه زيات خواړه خوري. خو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په خوړو كې له اندازې څخه زيات مړښت او اشباع څخه خلك منع كړي دي. فرمايي: موږ داسې قوم يو ترڅو چې وږي نشو، خوراك نه كوو، او كله چې خوراك كوو، له اندازې څخه زيات ځانونه نه مړوو.
تدخين: دا يوه روښانه خبره ده چې په تنباكو كې د نيكوټين موجوده ماده ددماغ لپاره يوه مثيره او پاروونكې ماده ده. چې ښايي د اندېښنې او تشويش سبب شي. ډېرى علماوو د تدخين د تحريم په اړه فتواګانې وركړې دي، پدې خاطر چې د جسم لپاره يو نه جبيره كېدونكى زيان او ضرر دى، د وينې د غوټه او پرنډ كېدو او د زړه د پړسوب لامل دي، او يا په ينه كې سرطان پيداكوي، او يا خو په ينه كې د مزمن التهاب سبب كيږي....
مخدره مواد او نشه كوونكي څيزونه: پدې كې هېڅ شك نشته چې د شرابو څښل په خوب باندي منفي اغېزه كوي او ګډوډ پكې راولي، لكه څنګه چې د شراب څښونكي خوب له ناوړه او ناكرارو خوبونوڅخه ډك وي، چې وخت په وخت راويښيږي خو د مخدره موادو د معتاد حالت له دې څخه هم بدتر وي.
له خوب څخه څه شيبه مخكې د قهوې او يا چاى څښل: دا يو روښانه حقيقت دى چې د ماښام له اوو بجو څخه وروسته د قهوې او يا چاى څښل د زياتره خلكو د اندېښنې او تشويش لامل كيږي. ډاكتر رجسټين په خپله مقاله كې چې په American Journal of Medicine كې خپره شوې ده ويلي دي: د دوه پياله قهوې او يا چايو اغېز له 12 څخه تر 20 ساعتونو پورې دوام كوي، او دوه پيالې نسكافې قهوه (چې له 150 - 200 مليګرامه كافې څخه جوړيږي) له خوب څخه مخكې څښل خوب ډېر نارامه كوي.
شورماشو او غورېږ: ځېنې داسې خلك شته چې د شاوخوا شورماشوراو غورېږ له كبله خوب نشي كولاى.
د شپې پرمهال په الوتكه كې سفر او كار كول: چې زياتره پيلوټان او د الوتكې خدمتګاران دا كار ترسره كوي.
مصنوعي خوب راوستونكي درمل: د مصنوعي خوب راوستونكو درملو استعمال زياتره د وينې د نوعيت پر ګډوډۍ تاثير كوي، چې ځينې وخت د ورځې په اوږدوكې د خوب او نعاس سبب كيږي.
جسمي كارونه نه كول: زياتره هغه خلك چې په دفترونوكې دندې ترسره كوي او يا بدني او سخت كارونه نه كوي، زيات اندېښمن وي.

د اندېښمنو خلكو لپاره لس ګوني وصيتونه:

Family Medicine Reference Book كتاب اندېښمنو خلكو ته په لاندې لارښوونو د عمل مشوره وركوي:
د ورځې په اوږدوكې څه ناڅه (په پښو وګرځه)، پداسې ډول چې د خوب پرمهال د ستړيا احساس وكړې، ښايي چې له خوب څخه مخكې لانور هم په خپلو پښو وګرځې ځكه چې دا د لا ښه خوب په كولو كې مرسته كوي.
د شپې له خوا قهوه او يا چاى مه څښه، څه ناڅه جوش شيدې وڅښه، شيدې داسې يوه ماده لري چې د خوب په كولو كې مرسته كوي.
خپله ماښامنۍ ډوډۍ مه ناوخته كوه، كوښښ وكړه چې له خوب څخه لږترلږه درې ساعته مخكې خپله ډوډۍ وخورې. له هغو غوړو خوړو څخه ځان وژغوره، چې هضم يې زيات وخت ته اړتيا لري.
كوښښ وكړه چې د (شاور) پرځاى يو تازه (حمام) وكړې، ځكه چې په تړمو اوبوكې غځېدل عضلات سستوي شخوالى او توتر له منځه وړي.
له خوب څخه مخكې څه ناڅه مطالعه وكړه.
د خپل خوب لپاره منظم پروګرام جوړ كړه او سهار وختي له خوب څخه پاڅېږه.
د شپې په اوږدو كې خپل ځان له ډېر ګرموالي او يا ډېر يخوالي څخه وساته... د استوګنې د ځاى د حرارت درجه معتدله وساته.
كله چې د شپې راوېښ شې، كوښښ وكړه چې يو څه ولولې.
له خوب څخه مخكې بايد له هرډول تدخين او سګرټو څخه ډډه وكړې.
په چټكتيا سره د نه وېده كېدو په صورت كې بايد له ډار او اندېښنې ځخه ځان لرې وساتې، بلكې د اوږد غځېدو هڅه وكړه.

عسل... او اندېښنه:
ډاكتر اولډفيلډ په خپل Honey For Health نومي كتاب كې وايي: د پاخه عمر درلودونكو ته د اندېښنې ددرملنې په اړه زما توصيه په لاندې ډول ده:
يوه پياله تړمې اوبه او يوه لويه قاشوقه عسل بايد پكې حل كړاى شي.
ډاكتر تسانډر وايي: د ګبين او د تړمو اوبو له محلول پرته د طبيعي خوب لپاره هېڅ برابروونكې ماده نشته.

د اندېښنې پرمهال مسلمان بايد ووايي:
ځينې خلك د ( يو... دوه.... يو.... دوه) ويلو مشوره وركوي، چې په استمر اري ډول بايد تكرار كړاى شي، دې خلكو ته موږ وايوچې: د الله ذكر له دې هرڅه بهتره او اراموونكى دى، ځكه چې الله تعالى فرمايي: (اْلَابٍذٍكرِاللهِ تَطمَئٍنُّ القُلُوب).

كابل
2007-07-05
پنجشنبه
5:09 غ.و

(مستې او شيدې)


(مستې او شيدې)
غوره خواړه .. اودارو



د شيدو كلمه په قرآن كريم كې څو ځله راغلې ده.
شيدې داسې تعريف شوې چې دا يو ډول (سپين مايع دى چې د انسانان او حيوان په ښځينه وو كې وي) چې خلك ورته (شيدې) وايي. خو دغه تسميه په زياتره هېوادونو كې پر (مستو) هم كېږي، چې له شيدو څخه ډېر توپير لري.
د مستو تسميه له يو هېواد څخه تر بل هېواد پورې توپير لري، په مصر او سوډان كې (اللبن الزبادي) ورته ويل كېږي، پداسې حال كې چې په سعودي عربستان، سوريه، لبنان، اردن او فلسطين كې ورته (اللبن) وايي چې اطلاق يې په شيدو هم كېداى شي، او په هند كې ورته (داهي) او په تركيه كې ورته (يوغورث) وايي چې نوموړى لفظ وروسته بيا انګليسي اونورو اروپايي ژبو ته لكه فرانسوي ايټالي او يوناني او داسې نورو ته د Yogurt تر نامه لاندې د يو دخيل لفظ په بڼه ننوت.

مستې چېرې كشف كړاى شوې؟

د Everyman دائرة المعارف وايي چې: " مستې په ناڅاپي ډول د كوچيانو عربو له خوا هغه وخت كشف كړاى شوې، كوم وخت چې دوى شيدې د پسونو له معدې څخه د جوړ كړاى شوو غړكو څخه پوسيله ورسره ګرځولې، نوموړې شيدې د پسونو په معده كې دموجوده شيدو د بكتريا پوسيله خمير او تومنه كېدې، او په تومنه كېدلو كې د صحرا ګرمۍ هم څه ناڅه مرسته كوله.
په تاريخ كې مستې د لمړي ځل لپاره د عربو په شبه جزيره او د شام په هېوادونو كې كارول شوې دي. وروسته بيا له هغه ځاى څخه د نړۍ ټولو هېوادونو ته تيت او خپرې كړاى شوې.
د صليبي جګړو پرمهال مستې لوديځ ته انتقال كړاى شوې، چې د مستو تركيب په سري ډول په اروپا كې د پاچاهانو په قصرونو پورې محدود و. او داسې ويل كېږي چې د فرانسې پاچا (ړومبي فرانسيس) چې كله د كولمې په التهاب اخته شو، د خوړو پرځاى يې له مستو څخه ګټه اخيستله، او له نوموړې ناروغۍ څخه په بشپړ ډول روغ شو. او له هغه وروسته د مستو جوړول په اروپا كې نورو كورونو ته هم انتقال وموند.
مستې په نولسمه پېړۍ كې هغه مهال د ولس اړونده طب ته د ننوتلو لاره پيداكړه كله چې دوكتور (ميټشنكوف)- هغه چې د پاسټور په انسټېټيوټ كې يې دنده ترسره كوله- دا اعلان وكړ چې د مستو خوراك كولمې له جراثيمو څخه پاكوي، او د زړتوب، بوډاوالي او د جسمي حالت د وروسته پاتې كېدو يو غوره علاج دى.
او د 1992 ز كال چاپ شوى كتاب Food & Nutrition داسې وايي چې په برتانيه كې د مستو استهلاك د 1970 او 1980 كلونو ترمنځ په څلور چنده زيات شوى دى، او انګريزان په يو كال كې زر ټنه مستې استهلاكوي.
نوې علمي څېړنې د مستو په اړه څه وايې؟

نوې څېړنې دې نتيجې ته رسېدلې چې د غذايي تسمم د جراثيمو- چې مهم يې سالمونيلا او عنقودي جراثيم دي- د له منځه وړلو لپاره مستې دېرې ګټورې دي.
او په امريكا او ايټاليا كې ځينې نورې څېړنې دا ښيي چې امكان لري چې مستې د dysentery يا پيچ د رامنځته كېدو مخنيوى وكړاى شي، او په اروپا كې د روغتونونو دا يو عادت ګرځېدلى چې په اسهال او نس ناستي اخته ماشومانوته مستې وركړي.
د امريكا په متحده ايالتونو كې د نبراسكا پوهنتون دوكتور شاهاني- چې د شيدو او د شيدو د مشتقاتو په برخه كې لوى څېړونكى دى- وايي چې: د اسهالاتو او پيچ د ناروغيو په مخنيوي كې مستې تر علاج ډېرې ګټورې دي.
مستې يوازې د جراثيمو ضد فعاليت نه، بلكې په امريكا كې نوې څېړنې پدې ټينګاركوي، چې مستې د جسم د حجرو د مصونيت دنده لا پياوړې كوي.

مستې او د سرطان ناروغي:

ځينې داسې علمي دلايل شته چې دې ته اشاره كوي، چې مستې د Colon يا دلويې كولمې د يوې برخې د سرطان د ناروغۍ په وقايه كې ډېره ګټه رسوي.
دوكتور (لي) له فرنسې څخه داسې خبر وركړى، چې هغه مېرمنې چې مستې زياتې خوري د هغو مېرمنو په پرتله چې مستې نه خوري د ځيګر يا د تيو د سرطان ناروغي امكان لري ورته ونه رسيږي.


مستې ... خواړه دي


د 1992 ز كال چاپ شوى كتاب Food & Nutrition وايي چې مستې ګټورې دي ځكه چې:
1. دهغو خلكو لپاره چې د خپل وزن د كمښت په تكل كې دي، مستې يوډول خواړه دي.
2. د تى رودونكي ماشوم لپار ه كله چې په ډوډۍ خوړول پيل وكړي، د شيدو وركولو پرځاى مستې وركول ډېره ګټه ورته رسوي.
3. د convalescent يا له ناروغۍ څخه د ورو ورو ښه كېدو پرمهال ناروغانوته وركول كېږي.

مستې او بوډاوالى:

يوعالم (ميتشنكوف) ويلي دي: هغه څوك چې تر سلو زيات عمر لري، بايد مستې وخوري ځكه چې مستې ځينې بكترياوې لري، چې كولمو ته ځان رسوي، او داسې چاپېريال رامنځته كوي چې نامرغوب جراثيم ننوتلو ته نه پرېږدي. چې په بلقان كې ورته د ( اوږده ژوند خواړه) ويل كېږي، ځكه چې د لوړې كچې درلودونكي او ژوندي پروټيني مواد او د جسم لپاره ترټولو زيات معدني مواد لري.
مستې د تركانو يو ډول غوره او مهم خواړه دي، چې د ډوډۍ خوړلوهېڅ يو مېز د ډوډۍ پرمهال ترې خالي نه وي.
مستې هغو زيات عمره كسانو ته هم ګټه رسوي، چې د هډوكو له كمزورۍ او غاښونو له لوېدو څخه سر ټكوي، چې مستې ددې ډول حالاتو لپاره يو غوره علاج دى. مستې يو ډول اسانه هضمېدونكي خواړه دي، چې ښځينه يې د خپل پوست د ښكلا د پاملرنې په موخه ډېرې استعمالوي.

همداراز مستې د لويانو او كوچنيانو دواړو لپاره يوه متكامله غذا ده، مستې داسې ارزانه خواړه دي، چې په هر دسترخوان يې ګونډې وهلي وي.

میږیان


ښایي تاسې به د کور په کارونو کې مرسته کوﺉ. ښايي تاسې به په کوم ټیم کې لوبه کوﺉ. تاسې پوهېږﺉ چې په مشترک ډول د یو کار کول ډېر اسانه کېږي. دا له میږیانو پرته یې نور ژوندي مخلوقات په ښه توګه نشي پېژندلی. د میږیانو په کور کې هر یو خپله ځاني دنده لري.

میږیان څه ډول کارونه ترسره کوي؟

د میږیانو په کور کې درې ډوله میږیان وي: کاریګر، ملکه (Queen), او نرينه. د هرې ډلې میږیان بېلابېلې دندې ترسره کوي. کاریګر میږیان تونلونه کیندي، نوي ځوانان میږیان خواړه راغونډوي او ځاله جوړوي او پاکوي.
د ملکې دنده د هګیو اچول دي. نرینه میږیان له ملکو Queens سره جوړه ګرځي او له څو اوونیو وروسته مري.
د میږیانو په میشتځي کې زیاتره دندې په ځالو کې ترسره کېږي. ډېری میږیان خپلې ځالې له ځمکې لاندې په غارونو کې جوړوي. ځینې خپلې ځالې په کوټو، او د غرونو او غونډیو پرسره جوړوي. یو شمېر نو بیا د نباتاتو په منځ کې ځان ته ځاله پیدا کوي. ځینې نور یې د لویو پرښو او تیږو په منځ کې د نباتاتو په ګوګ کې جوړوي. یو کم تعداد میږیان دایمي ځالې نلري.

میږیان لکه نور حشرات داسې واړه حشرات دي. او شپږ پښې لري. تر ټولو کوچني میږي 0.03 انچه (0.7 مم) اوږد دي، چې لیدل یې ډېر ګران دي! تر ټولو لوی میږیان تقریبا ۱ انچ (۳ سانتيمتر) اوږدوالی لري.
د میږیانو وجود او تنه داسې ښکاري لکه چې ملا یې ډېره نرۍ وي. چې دا په غارونو کې د ننوتلو لپاره اسانتیا رامنځته کوي. نرینه او ځوانې ملکې میږیانې وزرونه لري. د میږیانو زیاتره ډولونه نیشتونه لري، چې د دوښمن په وهلو کې یې کاروي.

د میږي خوله له دریو برخو څخه جوړه شوې ده. د خولې مهمه برخه یې زامې دي. چې له یو اړخ څخه یې وبل ته خوځوي. میږیان خپلې زامې د کیندلو، د څیزونو وړلو راوړلو، او خوړو راټولولو، د ځالو جوړولو، جنګ کولو، او پرې کولو لپاره کاروي. میږیان خپلې ښکتنۍ زامې د ژوولو لپاره کاروي. دوی خپلې خولې د مایعاتو د څکلو لپاره کاروي.
بالغ میږیان یوازې مایع خواړه تېرولی شي.ځینې میږیان جامد او سخت خواړه ژوولی شي، ترڅو مایع شي.

آیا میږیان ویني او اوري؟

زیاتره میږیان مرکبې سترګې لري. مرکبې یا یوځای سترګې څو برخې لري، چې لېنزونه Lenses ورته وايي، چې له حشراتو سره په لیدلو کې مرسته کوي. ځینې نور میږیان درې ساده سترګې لري، چې یو Lens لري. او هغه میږیان چې د ځمکې لاندې اوسیږي ړانده وي.

میږیان غوږونه نلري. خو د غږ انګازه احساسوي. ځینې میږیان د څمکې پر سر د ګرځېدو له ګړبهار څخه یو له بل سره اړیکې نیسي. همدارنګه یو له بل سره د خپلو ښکرونو پوسیله مخامخ کېږي.

څکل، بویول، او یو له بل سره لګېدل مېږیان دې ته هڅوي چې د دوی شاوخوا څه دي. دوی د سرونو پرسر دوه نري ښکرونه لري، چې د یادو شویو څیزونو په ترسره کولو کې ورسره مرسته کوي.
مېږیان یو له بل سره د بوی پوسیله هم "خبرې کوي". مېږیان نورو مېږیانو ته د وېرې او ډار په حالت کې نوروته د بوی پوسیله خبر ورکوي یا، د غذا په اړه لارښوونه ورته کوي. ځینې وخت تاسې د مېږیانو یو اوږد کتار وینئ. دا مېږیان د بوی په هڅه کې وي.

د مېږیانو ترمنځ څه توپیر دی؟

مېږیان نېږدې ۱۱،۰۰۰ ډولونه لري. مېږیان د نړۍ په هرزیاتره ځایونو کې اوسي.

فوځي مېږیان د مرکزي او جنوبي امریکا په ځنګلونو کې اوسي.
د فوځي مېږیانو ډلې د حشراتو او غڼیو ښکار کوي.
موټروان یا Drivers مېږیان فوځي مېږیان دي، چې په افریقا کې اوسیږي.
درمند غونډوونکي مېږیان په دښتو او بیابانونو کې اوسیږي. او دانې یې خوراک دي.

سپږۍ – څارونکي مېږیان د سپږیو او نورو کوچنیو حشراتو داسې ساتنه کوي، لکه څنګه چې بزګران د غویانو ساتنه کوي.
د مېږیانو "شیدې" له مایع غذا څخه وي، چې د بوټو شات یا ګوړۍ هم ورته ویل کېږي.
غلام جوړوونکي مېږیان د بل ډول مېږیانو تي رودونکي بچیان تښتوي، چې دا کوچني بچیان له لویېدو وروسته د غلام ـ جوړوونکیو مېږیانو په کاله کې کارګر مېږیان جوړېږي.

ګبین ټولوونکي کارګر مېږیان د بوټو شات یا ګوړۍ او نوره غذا د خپلو بچیانو لپاره زېرمه کوي.




مېږیان څنګه زیاتیږي؟

له ښځينه مېږیانو سره د نرینه وو هغو له یو ځای کېدو وروسته، ښځینه مېږیان ځالې پیدا کوي، او بیا هګۍ اچوي. د هګیو ړومبی ګروپ چې کله چرګوړي واچوي، کارګر مېږیان ترې راوزي. د (ملکې) یواځنۍ دنده له دې وروسته د نورو هګیو اچول وي. اوکارګر مېږیان یې ځالو او غارونو ته وړي. له ځینې هګیو څخه نارینه مېږیان راوزي، ملکې او نور مېږیان له نورو هګیو څخه پیدا کېږي.

کله چې هګۍ چرګوړي باسي، یو شبح غوندې راڅرګند شي. هغه هېڅ نه وي خو خوراک او وده کوي. کله چې پوره لوی شي، د Pupa ترې جوړېږي. Pupa پښې او ښکرونه پیدا کېږي، او په پای کې بالغ او رسېدلی مېږی شي.

د وښو مېږي
مېږیان په ډله ییز ډول اوسېږي چې په انګریزي کې ورته colonies وایې. د مېږیانو زیاتره سیمې د دوی ځالې او غارونه تشکیلوي، چې د (ملکې) او د بچیانو او خواړو لپاره ډېره پاملرنه کوي. د مېږیانو ځینې ځالې، لکه څنګه چې ښودل شوې ده، د ځمکې لاندې وي، چې یو له بل سره پیوسته یو شمېر خونې او اوتاقونه لري.مېږیان هغه کوچني حشرات دي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې اوسېږي. دوی ټولنیز مېږیان حشرات دي، پدې معنا چې دوی په یوکلي کې په ډله ییز ډول اوسېږي، چې په درجنونو ډولونه لري او له یو بل څخه بېل توپېر لري، دلته، د وښو مېږیان د وښو په منځ کې خواړه لټوي.




د مېږي لوي ښودل شوی سر

د مېږي د سر دا لویه شوې څېره د هغه لویې سترګې او ښکرونه یا آنتنونه Antennae ښيي. ښکرونه یې له نورو مېږیانو سره د خواړو په موندلو او خبرو اترو په کولو کې خورا ډېر ارزښت لري.


لومه لرونکی مېږي
لومه لرونکی مېږی نور حشرات د چنګک ته ورته ژامو پوسیله رانیسي او د زهرو په پیچاري کولو یې له خوځېدا تم کوي.















پاڼه غوڅوونکی مېږی

پاڼه غوڅوونکی مېږی ځکه ورته وایې چې دوی پاڼې ټوټه ټوټه کوي او غوڅوي یې، او بیا یې خپلو ځالو ته وړي. مېږیان پاڼې نشي خوړلی، خو د فنجي لپاره یې کاروي چې خپله هاضمه پرې سمه کړي.


فوځي مېږیان

فوځي مېږیان په مرکزي او جنوبي امریکا کې اوسېږي او په دېره خون خوارۍ او عدوانیت سره شهرت لري. دا فوځي مېږیان خپل بچیان چې (larvae) ورته وايې، له یو ځای څخه وبل ته په خپلو ژامو سره نویو غارونو او ځالوته انتقالوي.


سپيږۍ ته ورته شېدې کوونکي مېږیان

ګوړۍ ټولوونکي مېږیان په دې انځور کې د کوچنیو حشراتو ساتنه کوي، چې سپږۍ هم ورته وایې. دا ډول مېږیان " شیدې " هم کوي ترڅو خواږه مایع تولید کړي، چې د " دبوټوشات، ګوړۍ هم ورته وایې. چې مېږیان یې بیا خوري.-

مسواك

مسواك


لیکوال: ژباړن: هدایت الله همیم


هغه مهال چې مسلمانانو پرنبي (صلّی الله علیه وسلّم) اقتداسره دغاښونوپاکوالي لپاره مسواک کاراوه، - لوېدیځوالو- لکه ډاکترشوکت الشطي چې وایې: دپاکۍ نه لږخونداخیست، دوی به دخپلوغاښونوساتنې لپاره پر(بولو) تشو متیازومضمضه کوله،لكه د روم (نبیلات) چې پرې مشهوروو.
او ددې لپاره به یې له اسپانیې راتلونکې متیازې بهتره ګڼلې! ، که به داهم نه وې، بیابه یې د (غویانو) متیازې کارولې!!، اوترشپږم پېرپورې دې لړۍ دوام درلود.
رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) په خپل صحیح حدیث کې،چې احمد اونسایی او ابن ماجه روایت کړی ، ویلي:'' مسواک دخولې پاکوونی د ربّ راضي کوونی دی ''.
او د امام احمد په مسندکې له (التمیمي) څخه روایت دی وایې:'' دعباس زوی مې له مسواکه وپوښت ، وې ویل: ترهغې یې نبي ( صلّی الله علیه وسلّم) راته امرکاوه،چې پردې ووېرېدوچې په اړه یې پرې وحي رانازله نه شي ''.

دمسواک تعریف:
مسواک په لغت کې هغولرګي یالرګي ته ورته څیزته وایې چې دغاښونوناوړه بوی اوژېړوالی له منځه وړي. اوعلما په دې متفق دي،چې مسواک سنت دی، اوډېرټینګارپرې شوی، اونبي ( صلّی الله علیه وسلّم) پرې مواظبت کړی.
رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) ویلي:'' که چېرته زماپرامت نه سختېدی، دهراوداسه لپاره به مې د مسواک امرورته کړی و''.
او په صحیح مسلم کې له شریح بن هانﺉ نه راغلي،چې وایې : بي بي عایشه مې وپوښته،چې : نبي ( صلّی الله علیه وسلّم) به چې کله کورته دننه شو، لومړۍ په یې په څه پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.
اوراځﺉ چې ووینونبي ( صلّی الله علیه وسلّم) څنګه شپه تېروله:
دعباس زوی په یوصحیح حدیث کې وایې، چې ابوداود یې اخراج کړی: یوه شپه له رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) سره ویده وم، کله چې له خوبه راویښ شو په پاکۍ یې پیل وکړ، خپل مسواک یې راواخیست وې واهه، بیایې اودس وکړ، اودوه رکعته لمونځ یې وکړ بیاخپل ځای ته راغی تریوې شیبې ویده شو بیاراویښ شوهمداسې یې وکړل، بیاخپل ځای ته راغی ویده شوبیاویښ شوبیایې همداسې وکړل، هرځل یې مسواک واهه او دوه رکعته لمونځ به یې کاوه، بیایې وتروکړل''.
داسې ویل کېږي،چې د (الفسطاط) په جنګ کې چې مصرهم هماغه مهال ازاد شو، کله چې کفارو مسلمانان د مسواک وهلوپه حال کې ولیدل، داګومان یې وکړ،چې ګواکي ددوی دخوړولولپاره یې خپل غاښونه تېروي، خوحقیقت داوچې دوی دخپل ربَ دخوښۍ لپاره مسواکونه وهل، اوهمغه و چې بری یې په برخه شو.
دمسواکوترټولوبهتره ډول هغه دی،چې د ''الاراک'' له ونې واخسیتل شي، د رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) مسواک به دنوموړې ونې څخه و، دغه ونه په سعودي عربستان،اوپه طورسیناء، سودان، پاکستان، اوایران اونوروهېوادونوکې کېږي .
د''داریا'' په تاریخ کې عبدالقاضی الخولاني له انس رضي الله عنه روایت کوي، وایې:'' په مسواک باید ملتزم اوسﺉ، بهتره څیز مسواک دی، کنډې کپرې له منځه وړي ، بلغم راوباسي، دسترګولیدپیاوړی کوي، اورۍ کلکوي، معده جوړوي، دجنت درجې زیاتوي، پریښتې یې ساتنه کوي ‎، او د ربّ د خوښۍ لامل ګرځي، او شیطان په غوصه راولي''.
القشیري وایې:'' مسواک له ځانه سره مل کړﺉ، ځکه په مسواک کې څلورویشت ځانتیاوې دي، ځینې یې دادي چې: د رحمن (خدای) د خوښۍ لامل ګرځي، د خولې بوی ښه کوي، او اورۍ کلکوي، درد اراموي، او دغاښونودردله منځه وړي، اوپریښتې ورسره ملګرتیاکوي''.

مسواک په روژه کې
رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) دفرضي روژې په ورځ کې مسواک واهه، امام بخاري په خپل صحیح کې له عامر بن ربیع څخه داسې اخراج کړی، چې وایې:" رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) مې ولید چې په بې شمېره توګه یې مسواک واهه او روژه به یې وه".
شافعیه او حنابله داښه ګڼي،چې له غرمې وروسته مسواک نامستحب دی، بلکې ځینوویلي،چې مکروه دی، ځکه چې د روژه لرونکي لپاره د سهار په پیل او پای کې مندوب دی.
ابوبکربن العربي ویلي: زموږ علماوو ویلي:" مسواک دخولې بوی نه ورکوي، دخولې پاکوالي دی، دروژه لرونکي لپاره نه دی مکروه، لکه په خوله اوبه تېرول، بلکې نبي ( صلّی الله علیه وسلّم) دروژه لرونکي دخولې بوی ستایلی".
او ابن القیم په خپل ( الطب النبوي ) نومي کتاب کې داخبره داسې روښانه کړې،چې وایې:" اوهرمهال مسواک وهل یو ښه کاردی، او دلمانځه اوداسه ، اوله خوبه د ویښېدوپرمهال، او دخولې بوی له منځه وړلولپاره، پرې ټینګارشوی، او د روژه نیوونکي اوخوړونکي لپاره هرمهال مستحب دی، چې یوشمېراحادیث پکې راغلي، اوروژه نیوونکی ورته اړتیالري، اوځکه چې د ربّ دخوښۍ لامل دی، اوخوښي یې په روژه کې له بوزې ډېره مطلوبه ده، او داچې دخولې پاکوونی دی، او د روژه نیوونکي دښوکارونوڅخه یوپاکوالی دی.
لنډیز:
(جمهورعلما‌ء) وایې،چې مسواک د ورژه تي لپاره د ورځې په پیل او پای کې مستحب دی، او د ( شافعیه) وو او ( حنابله ) وو مشهور قول دادی،چې له غرمې وروسته نامستحب دی، هغه بوی چې الله ته له مښکې ښه دی، تغییر ونه مومي.

مسواک په اوسني طب کې
اوسني طب د مسواک پرګټوټینګارکړی، د ډاکترطارق الخوري په یوه څېړنه کې راغلي، چې په Clinical Preventive Dentistry مجله کې په کال 1983 کې خپره شوې :" د " اراک" ښاخونه لاندې څیزونه لري، د ( الکلور) مواد،چې دغاښونوژېړوالی او رنګ نیونې لپاره ګټوردي، او(سیلکا) مواد ،چې دغاښونوپه سپینوالي کې غټ رول لري، او یوډول کلک مواد ،Resins او بل داسې مواد،چې نوموړوموادوته ورته دي او د اوریود زخمونوپیوستون لپاره کار کوي، اوبل داسې مواد،چې یوڅیز له خرابېدا ساتي.
او ښاغلي استاد ډاکترمحمد علي البار په خپل ( مسواک ) نومي کتاب کې هغووروستیو علمي څېړنوته پاملرنه کړې،چې د مسواک په اړه خپرې شوېدي، او همداسې د ډاکترعبدالرحیم محمد له ( ریاض) څخه ، او ډاکتر جېمس ترند له ( امریکا) څخه په خپلوڅېړنوکې په دې ټینګارکړي، چې د '' الاراک'' په ښاخونوکې دجراثیمو، التهاب، او ورستېدو ضد مواد شته .
او د المان ( روستوک پوهنتون) د جراثیموپوهنې مشروایې:" د عربود لامده مسواک په کارولوکې ډېرحکمتونه دي، ځکه وچ کارول یې د هغوموادولپاره،چې جراثیم له منځه وړي، زیاته اغېزه نه لري، که چېرې وچ وکارول شي، نو ښایی شته مواد په لاړوکې حل شي .
او بل حکمت یې له یومهاله تربله د مسواک په بدلون کې دی،( یعني کارول شوې برخه پرې کول، او بله برخه یې رالوڅول) ، ځکه د زیات مهال کارونې له کبله دجراثیمو دمقاومت مواد پکې له منځه ځي.
او ډاکتر( کینټ کیودېل) د امریکا په اتلانتاکې دغاښونوڅېړندویه نړیوالې ټولنې په دوه پنځوسم سمینارکې داسې وویل: " دایوروښانه حقیقت دی،چې د مسواک کارن د سالمو غاښونوڅښتن وي، په برتانیه اوهندکې ځینې ملتونونه ( کمپنۍ) د غاښونودمعاجینو (موادو) په جوړولوکې د مسواک څخه اخیستل شوي مواد ورننېباسي".
اودامریکا (مینوسوتا) پوهنتون له څېړنوداجوته شوه، چې هغه زنجي مسلمانان،چې مسواک کاروي، دهغوپرپرتله،چې برش او مصنوعي دواګانې کاروي، د سالموغاښونواو اوریوڅښتنان دي.
اود ریاض پوهنتون څېړنوښودلې اوپدې یې ټینګارکړی،چې په مسواک کې د ( سنجرین) په نامه یو ډول مواد دی،چې پاکوونکي دي. او یوبل ډول د ( صموغ او نشا)، اویوډول تروش مواد دي،چې لاړې دې ته چمتوکوي،چې په پاکوالي کې مرسته ورسره وکړي.
اوډاکترعبدالرحیم محمد ( د ریاض پوهنتون دغاښونوپه پوهنځي کې استاد) یوه څېړنه کړې،چې په ترڅ کې یې داومونده چې که د مسواک (سر) له یوې ورځې زیات وکارول شي،پرته له کارول شوې برخې بدلون څخه،ښایې ځینې مواد دغاښونوپه راچاپېره جوړښت اغېز وکوي، له دې کبله مسواک وهونکوته دا توصیه کوی،چې مسواک باید د څلورویشت ګړیولپاره وکارول شي، اوبیا کارول شوې برخه ترې وسکښتل شي، اونوې برخه یې په کارواچول شي.

اوسنی طب د مسواک په کارولوکې څه وایې ؟

دبرې ژامې غاښونومسواکول باید جداوي، اوهمدارنګه دکوزې ژامې، او دپاکولوخوځول باید دبرې ژامې لپاره له بره ښکته پیل شي، او دکوزې ژامې لپاره له لره برته په اوریوتېرېدونکی وي،چې د وینې تګ راتګ چارند کړي، اودڅېړونکوله تجربوداثابتیږي،چې دغاښونوپاکولوحرکت باید دغاښونود اوږدوالي مېچ سره برابروي،اوکه داسې نه وي-لکه پسورباندې – د مخې اوږدوغاښونومېچ سره برابر،له دې یولړلوی زیانونه اودغاښونود انسجام خوړل او (ولیو) لوڅوالی پیداکېږي.

(قلح)
دغاښونودناپاکوالي له آري شکلونوڅخه یودی،چې عبارت دي د خوړوله پاتې شونو، اوبکتریاڅخه.. او دوخت په تېرېدوسره سختیږي، په ځانګړي توګه کله چې یوسړی خپل غاښونه نه پاکوي.
په دې کې شک نه شته،چې دخولې بوی دیوسړي دپاکوالي اوپاملرنې څرګندوی وي، اوخلک له هغوچاڅخه،چې خوله یې ناوړه بوی کوي، لرې ګرځي اوکله چې خبرې کوي،ځان ترې ګوښه کوي،یاخپل مخ ترې اړوي،اوښایې ددې په کورنیزه ژوندیومنفي اغېزه وي،چې تزلزل راپنځوي.
د مروان زوی عبدالملک خولې بوی کاوه،یوه ورځ یې په مڼه خوله ولګوله اوخپلې ښځې ته یې وروارتېږله، اوښځې یې چاړه راوغوښته ده ورته وویل: څه پرې کوې؟ دې ورته وویل:ناوړه څیزترې لرې کوم، داخبره پرعبدالملک ډېره سخته شوه، اوفوراً یې طلاقه کړه.

دخولې دبوی لاملونه څه دي؟


د Family Health په دایرة المعارف کې راغلي: ډېرکم داسې پېښېږي،چې دخولې بدبوی د نارروغتیا له کبله وي، غالباً دغه بوی له نشه یي توکواوشراب څښلوڅخه پیداکېږي، یا د (اوږې) او پیاز له خوراک څخه، او دخولې اوغاښونوپاکوالي ته نه پاملرنه، اما د هاضمې کمزورتیادخولې دبوی سبب نه کېږي او دخولې ناوړه بوی لاملونه په دوه ډوله دي،چې مهم یې دخولې وچوالی دی،اودغه دخولې دناوړه بوی له آري لاملونوڅخه دی،ځینې وخت دخولې وچوالی د خوب پرمهال راځی، چې د ډوډۍ پاتې شوني د بکتریاوو په کارسره ګډیږي، چې د راویښېدوپروخت د ناوړه بوی پایله ګرځي،لکه په هغوخلکوکې چې داملاحظه لیدل کېږي،چې د زکام په وجه له پزې تنفس وباسي.
او(لوږه) دخولې دناوړه بوی بل لامل دی .. خود روژه تي دخولې بوی دالله په نزد دمښکوله بوی څخه بهتره دی.
لکه همداشان چې په نشه یی موادو اعتیاد دخولې دبدبوی سبب ګرځي.
اوځینې خوراکونه لکه اوږه اوپیازجسم له دې ډول موادوڅخه دځینې نوروموادوپه شکل خلاصوي،چې له (نفس) ایستلوسره ناوړه بوی راوځي.
اوداهېڅ دتعجب خبره نه ده،چې رسول الله ( صلّی الله علیه وسلّم) د اوږې اوپیازپه نه خوړلوامرکړی،چې لمونځ کوونکي یې له بوی څخه تنګ نه شي،وایې:" چاچې اوږه، پياز، اوګندنه خوړلې وي، زموږمسجدته نه نیږدې کېږي، چې پریښتې له هغوڅه چې بني آدم تنګیږي، دوی هم تنګیږي" د مسلم په روایت.
اوپه دې کې شک نه شته،چې دخولې ناپاکوالی د خولې دبوی سبب کېږي، لکه د (اوریو) ناروغتیا اودغاښونوکنډې کپرې دخولې دناوړه بوی سبب ګرځي.
- اماددوهمولاملونوټولۍ - چې ډېره مشوره نه ده- دا لاندې راګډوي:دپزې دسوریوالتهابات،او دځیګروکلموناروغتیا اوداسې نور..

سزا- لنډه كيسه


سزا
لنډه كيسه

له (روم) څخه (بندقيې) ته موټر روان شو، دنګې دنګې ودانۍ ورو ورو لرې كېدې، او په شنو فصلونوكې ډوبېدا، ترڅوچې په سپين لوګي پوښلي كوچني شپږګوټي ته ورسېد، بيانوره هم ښكته لاړه چې د افق څوكو ته ورسېده _ برونو_ په بېلابېلو شنو ونو كې خپلې سترګې خښې كړې وې، چې دشنې هوارې ځمكې په اوږدوكې يې خپل نفس آرام وليد،خپلې ځنګلې ته يې سر تكيه كړ او د موټر د آواز څخه يې غوږونه لږسپك شول، تريوې شيبې _برونو_ ته سمدلاسه دخوځنده (ملتون) شركت د مدير غوښتنه راياده شوه هلته چې دى كاركوي، او دمدير د ستاينې دا خبرې يې په ذهن راغلې:
`اي _برونو_ ستا اخلاص زما ډېر خوښ دى، او د كارونو په ترسره كولوكې ډېر بريالى ياست`..نو له دې امله مې دخپلو ملګروپه منځ كې (بندقيې) ته دتګ لپاره وټاكلې، چې هلته زموږ د ملتون يوه څانګه پرانيزې، او زما په اند به ته هلته كاروكولاى شې،چې زموږ د ملتون بنسټ زر تر زره كېږدې..
-برونو- د خپلې مخلصې ښځې –ماريا- پرېښودل نه هېرېدل، او خيل كوچنى زوى-باسيل- يې په وروستۍ شيبوكې څنګه مچي كاوه، نورې يې سترګې له اوښكو ډنډ شوې ځكه غوښتل يې چې خپله ښځه يې د حمل په شپو ورځوكې پخپله سمباله كړي،خودده په اړوند د ملتون د مشرناڅاپي پرېكړې.. او تل د مخكېوالي غوښتنه يې، او دخپلو ملګروپه منځ كې د مخكښې لېوالتيا، داټولودى دې ته هڅاوه،چې د ملتون دمشر غوښته پرته له هېڅ څوښي موښي ترسره كړي.
(بندقيې) ته برونو ورسېد، او دمناسب ځاى په لټه كې يې ډېرځنډ ونه كړ، ترڅويې د ښارد لويې لارې په څنډه ځاى وموند، او د بنسټيز بدلونونو په چاروكې يې دوې اونۍ تېرې كړې، چې ځينې ځايونه ړنګ او په ځاى يې نور وړځايونه جوړكړي، .. دوې ستومانه اونۍ په خپلوكارونوبوخت وا،.. خو- برونو- خپل بنسټيز پېر طى كړى وا، چې له بهرني _ديكور_ ... او د اعلان او وړ پټوڅڅه نورڅه نه وو ورته پاتې.
شوه شپه يې خپل ځان وزګار وليد، له ځان سره يې دچكرتړون وكړ،چې د ښار نامتوځايونه وويني، او د ستومانۍ پېټى له خپلو اوږو كم كړي، اودخپل مشر خبرو دى دې ته وهڅاوه،چې كاروغځوي او هماغه ووچې برونو د پو مست نهر له غاړې پريوه ښكلي خوړنځي ورپېښ شو، چې شاوخوايې د رنګارنګ ګلونود بويونوڅخه ټېك نه كېدا، دهغه ماخوستن مزه د برونو نه هېرېده، اود طبيعي مناظرو سره يې سترګې اشنا شوې، اود رنګارنګ ګلونو له بوى سېر يې خپله پوزه خړوبه كړه، له ډول ډول خوراكونوخوړلوڅخه وروسته يې د خپل شهوت پوره كولوته شوق وشو، شوت پرې غالب شو او خپله وفاداره ښځه يې هېره كړه.. او په خپل عيش ونوش كې ډوب لاړ....!
نورد –برونو- كارونه نېږدې سرته رسېدلي وواو دملتون څانګې اړتياوې يې پوره كړې وې، او دكارلپاره تيارشو، مازديګرمهال يې (روم) ته د بېرته تګ تابيا ونيوه اود اګسټ دمياشتې سوړماښام خپل تورمزي پراسمان راكشول، اوله بده مرغه چې دموټرمخكينۍ ښيښه يې دملتون د اعلان پټې ځړولوپه ترڅ كې ماته كړې وه، او نورد بدلون وخت ورسره نه وا، د سرېښ په پاڼه يې د ښيښې سورى پټ كړ، .. خو پاڼې ددې ځواك د نه لرلوچې د توپاني بادونو مخه ونيسي، دردوونكې هوا له ځانه سره د واورو يخې يخنۍ د ښيښې له سوري راوړله، نوربرونو ددې تاب رانه ووړ او خپل ځان يې په وړينه كمپله كې ونغښت، مګرهېڅ شكايت يې نه كاوه او موټرچلوونكي ته يې د مخكې تګ خبرې كولې،چې شين كهيځ (روم) ته ورسېدل..
د ملتون مشرد – برونو- له دې كوښښونو نورهم خوښ شو،چې دومره زريې د ملتون څانګه پرانېستله، او ددرو ورځولپاره يې اجازه وركړه، اويوڅه نغده جائزه يې هم وركړه..
_برونو_ مخكې هم له زكام سره عادت وو، خو ډاكتر ته يې د تګ اړتيا ونه لېده ځكه هرمهال تردرو ورځوپورې زكام ورته پېښېدا اوبيابه روغ شو، درى ورځې تېرې شوې مګر برونو نور هم په سخت شو، ټوخى يې په زياتېدوشو او نفس يې په تنگېدو وا، ورو ورو ورباندې چوملكتيا او زېړى څرګندېدا، اجازه يې درى ورځې نوره هم اوږده كړه ... نوره يې ورځ خرابه وه ټوخى يې دوامداره شو تردې چې له خولې يې وينوهم پيل شوې ، اوډاكترته په چټكتيا سره لاړ، ګوندې د (سېل) ناروغي وي، مګرډاكتر ددې ډاډ وركړ،چې په سړه هواكې ډېر ګرځېدلى يې اوپه ټوليزه توګه يوه سخته نزله لرې، برونو خپله درملنه كوله خو بې ګټې وه، .. كمزورتيا وخوارځواكي يې په زياتېدو وه او د ډوډۍ اشتهايې په ختمېدو وه..
يوه شپه د (روم) په تلويزون كې دايډز ناروغۍ په اړه ځانګړى پروګرام راغى، دپروګرام وړاندې كوونكې ددې ناروغتيا لاملونه او سريزه خبرې پيل كړې، او نښې نښانې يې بيانولې، چې برونوله خپله ځايه پاڅيد،چې كټ مټ هماغه نښانې په ده كې شته ،.. او هغه شپه يې هېڅ سترګه ور نه وړه، او ډاروونكي آندونه يې ذهن ته راتلل ، اوخپله پايله يې كرغېړنه انځوركړه، كه پدې مهلكه ناروغتيا اخته وي، ګهيځ يې خپلې ښځې ورته وويل:
- بل كوم ډاكترته لاړشه چې ناروغتيا د نوره هم سېوا كېدونكې ده اې برونو!
- اوس ځم
شُوك په شُوك له ډول ډول آندونو سره له كوره ووت، او د روغتون په خوا روان شو، خپله وينه يې وازمېيله، كله يې چې پايله ترلاسه كړه، پدې ډاډمن شو چې رښتيا چې په ايډز ناروغتيا ككړ دى، سترګو ته يې تورې ورېځې گډېدلې، كنگس كنگس كېدا نېژدې ووچې پرځمكه راپرېوزي، كه يې ځان نه واى راټينګ كړى، او دېوال ته يې نوره ډده ووهله، ..وارپه واريې د خپلې معاينې پاڼې ته كتل، ځواكمنو دردونو يې زړه ښوراوه...
بهرووت چې يوې ټوليزې باغچېته د لرګيو په چوكۍ كښيني، او پخواني يادونه يې دخيال په څپو آوښتل راآوښتل، ترڅويې خپل ځان په ( بندقيې) كې له هغې فاحشې سره وليد.. او دتلويزون د نطاقې خبرې يې راپه ياد شوې، لكه چې ده ته مخاطبه ده، خپلې شونډې يې ترغاښولاندې كړې او غاښ چيچى يې پيل كړ، او ددې آرزو غوښتونكى شو،چې يوځل (بندقيې) ته لاړ شي او هغه ښځه ووژني... اوپه خيال كې يې دخپل ځان هغه انځور راغى،چې كله د ملتون مشر ته وردننه شو او خپلې سورورې مټې يې نغښتې وې، انگي يې لكه راټوكېدلي گلان غوندې ښكارېدل، او خپل ځان يې ددفترپه دروازه يې ليدا، اوپه خپل تكبركې يې څوك نه ليدل، دې حالت نورهم ودرداوا، خپلې پښې يې كشولې خپل ځان داسې ورته ښكارېده كله چې له مخ څخه يې ويني څاڅي، او سترګې يې نورې راوزي، او نفس نه شي اخيستى.. او دنطاقې د وينايې هم په زړه شوه،چې: دغه ناروغي غالبا چې د ناروغانو ښځې اولادونه آن تردې،چې د ميندوپه ګېډوكې ماشومان هم پرې اخته كېږي.. خپله ښځه يې په زړه شوه،چې هغه هم پرې مبتلاده... او ګران زوى (باسيل) چې ټوخى يې سېوا شوى اوله خولې څخه يې وينو سركړى، نوريې له سترګو سېل سېل ګرمې اوښكې راتويېدې، او ددوكان مخته ودرېدچې وژونكى څيز ترلاسه كړي،.. ډول ډول تومانچې يې په لاس كې اړولې رااړولې چې يوه يې پكې خوښه كړه، او پينځه كارتوس يې پكې ځاى كړل، او دخپل كور په لور روان شو، چارند ځواك يې پيداشو، كورته ننوت، ددې احساس يې وكړ،چې هرڅه يې مخې ته ګډيږي، دكورتوكي، پردېوال ځوړند انځورونه، آن تردې،چې د مصنوعي ګلانو پاڼې يې مخې ته هغه دغه كېدې، دخپلې ښځې په لټه كې شو چې په پخلنځي كې يې ولوښو په مينځلوبوخته ومونده، ښځې يې پرته له دې،چې ورته وګوري ترې وپوښتل:
- ډاكترڅه درته ويل؟
- په ځواكمن غږ يې ځواب وركړ... ويل يې چه ښه يې
اوخپله تومانچه يې نوره راوايستله او دښځې په ككرۍ يې كېښوده او ماشه يې ټينګه كړه ښځه يې راجګه شوه خوبې ګټې اوپه خپلووينوكې پرته وه او ده ته يې په رډو رډو سترګو كتل.. او نورې يې سترګې دتل لپاره پټې كړې،بياد خپل زوى باسيل كټ ته ورغى،چې په سترګويې اوښكونور وارنه كاوه، زوى يې په خپل نازنين خوب كې غرق وليد پرې ورټيټ شواويوځل يې په شوق او مينه مچي كړ، بيايې تومانچه په سينه وركېښوده اوسترګې يې پټې كړې، ماشه يې پرې ټينګه كړه او نوريې مخ بل خوا تاو كړ، اوداسې ژړايې پيل كړه تاوچې، زړه يې وچاود، اوځيګريې دوې ټوټې شو، اونوريې خپل ځان ته هم مهلت ورنه كړ، او تومانچه يې د خپلو سترګوترمنځ كېښوده، او سترګې يې پټې كړې، او ماشه يې كېكاږله، اوپړمخې راوپرځېد، اوله سرڅخه يې وينې بهېدلې، ده په خپل موټركې يوه داسې پاڼه پرېښې وه،چې پرې ليكلي يې وو:
(پدې چې زه ډاډه شوم چې ايډزيم، خپل ځان مې وواژه او دكورنۍ غړي مې چې په خيال كې راغلل هغوى هم پدې ناروغۍ ككړوو، نوهغوى مې هم ووژل چې ددغوسزا اوږد سفرورته لنډكړم)-

ژباړن: هدايت الله هميم
جمعه ۱\۷\۲۰۰۵م –جغتو-كلانده



روزنیزه لړۍ



لیکوال: ژباړن: هدایت الله همیم


ډېرځله شرم یولیوی ( طبیعي) حالت وی، په ځانګړي توګه په کوچنیونجونوکې،ځینې ماشومان خپل شرم اودخپلې کورنۍ په غړوباورتیا اوددوستانو،ملګرو،اوپردوخلکوپه لیدوسره څرګندوي.
کله چې دشرم کچه لوړه شي، اولږترلږه ترشپږومیاشتووغځیږي،ښایی چې ( تښتوونۍ اضطراب) وبلل شي.
دډېرشرم نښې څه دي؟
دشرم نښې له یوماشوم څخه تربله توپیرلري، ډېرشرمناک ماشوم مسکین، ناامیده وي په ارامتیااوډاډسره له خپلوملګروسره په ښوونځي ټولنه کې د راشه درشه توان نه لري، اوله خپل ځان سره بوخت، او له نورو وګړیوڅخه جدالګیاوي، اوپه ځینې مراسمواوټولنیزه ځایونوکې دګوښه کېدو کوښښ کوي اوپه ټیټ غږسره خبرې کوي، رپېږي او مخ سوروالی پرې څرګندیږي، او دکورنۍ غړیوته دنېږدې والي اوپیوستون ټینګارکوي.
په طبیعي توګه یوماشوم له خپلې کورنۍ سره اړیکې ساتل غواړي، خوټولنیزه تعامل اوزیاتې ځاني غوښتنې پرې غالبېږي.
دشرم لاملونه څه دي؟
له نرانوڅخه په ښځوکې شرم زیات وي، اوبیاد ماشومانوپه اړه ډېرلاملونه دي، چې ځینې یې دادي:
- ماشوم له نوروسره په ګډون نه روږدی کول.
- په نازولوکې افراط.
- له ماشومانوسره په سلوک کې سختې کول او دبې ارزښته لاملونولپاره یې سرکوبه کول،په ځانګړې توګه د نوروپه مخ کې،چې په دې سره په ماشوم کې په خپل ځان د ناباورۍ شعوراونیمګړتیا راپاروي.
- له موراوپلاریایوله دوی څخه محرومیت.
- لرې والی: په هغوماشومانوکې،چې له کورنۍ څخه لرې پاتې وي، شرم خپریږي، یاهغه چې دژوند لپاره له یوښارڅخه وبل ته لېږدي ، اوپه دې اساس ماشومان دایمي اړیکې نه مومي.
- کله بیا په ښوونځي کې د زده کړې وروسته والی ددوی د نیمګړتیا د شعوراوپه ځان ناباورتیالامل ګرځي، چې شرم یې نورهم سېوا کوي، مګردا په دې مانانه چې هرشرمناک شاګردپه زده کړه کې وروسته پاتې وي، ډېری دلوړو نومروشاګردان له شرم څخه دنورواسبابونه سرټکوي.
له شرمناک ماشوم سره موباید څه وکړﺉ؟
- - خپل ماشوم ته موپه خپل ځان د باورتیا حرص باید درسره وي.
- - د نوروپه وړاندې په خپل ماشوم نیوکه مه کوﺉ.
- - د شرم دسرچینوپېژنداوي لپاره کوښښ وکړﺉ،چې څرنګه یې وده کړې.
- - ماشوم بایدله خپله وسه لوړکارته ورټېل نه وهل شي.
- - ددې شعورباید ورکړل شي،چې ځینې وخت ناارامي اواندېښنه په تولنیزه ځایونوکې دماشومانولپاره طبیعي وي، ستونزه مه غټوﺉ.
- - ماشوم موګټوروغوښتنوته تشجیع کړﺉ.
- - له ټولنیزه ځایونومخوالي سره موماشوم عادت کړﺉ،چې له لویانواونوروماشومانوسره چلند وکړي، او داکارله تاسې څخه هره ورځ پنځه یالس دقیقې وخت غواړي، دکورنۍ یانورو په وړاندې ترې دیوې کیسې یابل څیزویلوغوښتنه وکړﺉ، ښه ورته غوږشﺉ،اوپه لومړیوپړاوونوکې یې په تمرینونوډېرې ملاحظې اونیوکې مه کوﺉ.
- - دخپلوکوښښونوڅخه مه ناامیده کېږﺉ، ځکه ډېرځله کوښښونه دعمرله زیاتوالي سره ښه کېږي، کامیابه تجریبې او په ځان باورتیا زیاتیږي.
- د لا زیاتو معلوماتولپاره ( په دې زمانه کې خپل اولاد څنګه روزﺉ؟) کتاب ته مراجعه وکړﺉ.

زوی مې کینه کښ دی څه وکړم؟
- ډېرځله پلرونه اومیندې دخپلوبچیانوله کینې سرټکوي او دماشوم په پنځه یاڅورلس کلنۍ کې کینه روښانه اوڅرګندیږي، په پنځه کلنۍ کې ماشوم دنوروشتون هم احساسوي، اووېرېږي،چې په منځ کې یې ورک نه شي، له دې کبله دخپل شخصیت ټینګارلپاره کوښښ کوي اوخپله کینه ښکاروي.
- اوپه څورلس کلنۍ کې د ماشومتوب له نړۍ اوړي، او دلویانواوبالغوپه نړۍ کې ګډیږي، اوپه دواړوحالاتوکې دکینې ښکارولوشک نشته ، له دې پوهې سره،چې دایوه لنډمهاله کینه ده، اوکله چې په کامیابه مهربانۍ ورسره مخامخ شو،اوپه زورزیاتي ورسره مخ نه شو، نوبې له درنګه له منځه ځي، اوپه خپل ځان کې یې ولیږي.
- اوځینې وخت کینه هغه مهال ښکاریږي کله،چې ماشوم له اغېزناکوستونزوسره لاس وګرېوان شي،چې پرزده کړه او دملګروپه دریځ پورې یې اړه لري، یایې په ناکامۍ اوپاتې کېدو اغېزمن شي، ا،ځینې وخت موږخپله دکینې راپارولولامل کېږو، اوله خپل اولاده له روښانتیاپرته غوښتنې کوو، یاپه یوه مهال ترې ډېرڅه غوښتونکي شو،یاترې مبهم اوناڅرګنده اونااړینې غوښتنې کوو،اودې ته یې پرې نه ږدو،چې خپل مبررات راته روښانه کړي.
- له دې ځان لرې ساتﺉ،چې کینه موپه سرکشۍ بدله نه شي.
- پریومهال له زیاتوغوښتنوډډه وکړﺉ.
- کوښښ وکړﺉ،چې دسرکشۍ لاملونه وسپړﺉ( لکه ناسیال ملګري،روغتیایی نیمګړتیا، یادماشوم معنوی ناکامي یانور)‎.
- له چتې وتلی ناز .
- دسرکشه ماشوم غوښتنې مه منﺉ، چې ورته تسلیم شﺉ.

ځینې وخت ماشومان ولې دخپلووالدینونافرماني کوي؟
- ډېرځله دپلرونوبولۍ (امر) اوناکړنې دماشوم له رغباتو او لېوالتیاسره سمې نه وي، لکه لوبې،ټوپ او لامبووهل، اوداسې نور..
- ځینې وخت ماشوم دخپل موروپلارامرد نازیاکینې له کبله ردوي،چې لامل یې زیات ورکړل شوی ناز وي.
- اوډېرځلې بیاد موروپلار امرونه ناڅرګندوي، لکه زموږدا امر:'' خپل کالي مه ککړوه!'' او'' د موروپلار خبره منه!'' ، بهتره داده،چې ورته ووایو:''داڅیزد مېزپرسرکېږده،چې کالي د پرې چټل نه شي''.

پاكه مينه
هدايت الله هميم
يوه ښكلې كيسه

زينب لا پخوا ومړه، او د مرګ يې پينځلس پېړۍ تېرې شوې دي، خو تر شايې ډېر خواږه يادونه پرې اېښي دي چې د ميرمنې د وفا يوه نمونه، او د مينې او اخلاص، د ريښتيني ايمان يوه بېلګه ګرځېدلې ده.

زينب رضي الله عنها د رسول (صلّى الله عليه وسلم) له زوكړې پوره ديرش كاله وروسته وزيږېده، كله چې بلوغ ته ورسېده نو ددې ترور هالة بنت خويلد چې د ام المؤمنين خديجې رضي الله عناه خور كېده، د خپل زوى ابي العاص بن الربيع د نكاح لپاره وغوښته، ان تردې چې د ټولو په خوښه دا غوښتنه ومنل شوه، د رسول (صلّى الله عليه وسلم) لور زينب د ابي العاص بن الربيع په نكاح شوه.... خديجه الكبرى رضي الله عنها نوموړو مينه ناكو عروسينو ته ورغله او خپله غاړه كۍ يې راخلاصه كړه چې د زينب په غاړه كې يې د ناوې د ډالۍ په موخه ور واچوي.
دا پېښه د زينب د پلار- محمد (صلّى الله عليه وسلم) د وحيې له نازلېدو څخه مخكې رامنځته شوه... كله چې الله (جلّ جلاله) په خپل نور ځمكه روښانه كړه، زينب يو له هغو كسانو څخه وه چې ايمان يې راوړ..... خو ددې خاوند ابي العاص ته دا اسانه نه وه چې خپل پلرنى دين پرېږدي! نوموړې پېغلې او ځوان ددې احساس وكړ چې ددوى د مينې تر ځواك لاځواكمن او راښكونكى څيز شته چې دوى دواړه به سره جلا كړي، ابي العاص نافرماني او بغاوت پدې الفاظو پيل كړ: اى زينب كه زه په خپل دين او ته په خپل دين ثابت پاتې شو نو دوى به زموږ هېڅ ونه كړاى شي. خو نوموړې ورته وويل: لږ صبر وكړه زما ملګريه، ترڅو چې ته په خپل دين ياست ترهغو پورې زه تاته روا نه يم، يا مې خپل پلار ته وسپاره او يا له ما سره ايمان راوړه....... نوموړي ورته وويل: له نن څخه وروسته بل څه نه دي درته پاتې مګر چې زما په دين شې.

پدې منځ كې شپې ورځې تېرېدې ترهغه چې رسول (صلّى الله عليه وسلم) مدينې منورې ته هجرت وكړ او قريش د بدر جنګ ته تيار شول چې له رسول (صلّى الله عليه وسلم) سره جګړه وكړي چې پدې ډله كې ابي العاص بن الربيع هم له قريشو سره پدې موخه نه چې اسلام راوړي بلكې پدې مقصد چې د مشركينو په لښكر كې له رسول (صلّى الله عليه وسلم) سره جګړه وكړي، راغلى و،كله چې ابي العاص د مسلمانانو په ولكه كې په مدينه كې اسير كړاى شو نو حالات لانور هم خراب شول، او قريشو به د خپلو اسيرانو د فديې لپاره مالونه راستول پدې ډله كې زينب هم د خپل خاوند ابي العاص بن الربيع د قيد د خلاصون په موخه خپله (غاړه كۍ) او څه مال راواستوه. پدې وخت كې رسول (صلّى الله عليه وسلم) نوموړې غاړه كۍ وليده او ډېر زړه سواندى شو او وويل: كه تاسې پدې كې خير وينئ چې د زينب بندي خوشى كړئ او هغه څه چې دې راستولي دي بېرته يې ورولېږئ، نو دا كار وكړئ، صحابه وو ورته وويل: هوكې د الله رسوله، او ابي العاص يې ازاد كړ او زينب ته يې خپله غاړه كۍ او مال واپس كړل. او دلته رسول (صلّى الله عليه وسلم) له ابي العاص څخه دا ژمنه اخلي چې زينب پرېږدي او مدينې ته يې راولېږي. ابي العاص مكې ته پداسې حال كې راستون شو، چې په نفس كې د خپلې سخي ښځې انځور ګرځېده راګرځېده، خو نوموړى پدې مقصد راونه ګرځېد چې له زينب څخه مننه وكړي، بلكې پدې موخه راغى چې ورته ووايي: اې زينب ته دې خپل پلار ته بېرته ستنه شه. ابي العاص نور د خپل ځان كنټرول له لاسه وركړى و او دا يې هم په وس نه وو پوره چې د زينبم مشايعت تركليوالو سيمو پورې وكړي، چې هلته له مكې څخه بهر يې زيد بن حارثه او نور انصار ددې په انتظار وو! ابي العاص خپل ورور كنانه بن الربيع ته وويل: اې زما وروره! بېشكه چې له زينب سره زما مينه تاته معلومه ده، د قريشو له ښځو څخه تر زينب پرته زه له هېچا سره زياته مينه نلرم. او ته پوهېږې چې زه نور د زينب د جلاكيدو توان نلرم، د بېديا تر څنډو پورې يې زما پرځاى تاسې ملګري وكړئ چې هلته يې د محمد دوه استازي انتظار كوي، او په سفر كې پرې مهربانه اوسه، او د خپلو محرماتو په توګه يې رعايت وكړه، اګر كه ستا قبيلې كنانه له تاسره جنګ هم كاوه (تر اخري وس پورې ورسره جنګېږه) ترڅو چې مدينې ته ورسېږي، كله چې زينب سفر ته تياره شوه ددې لېور كنانه بن الربيع اوښ ورته تيار كړ او كنانه له ځانه سره ليندۍ او خپله چانټه واخيسته او په ورځ كې له مكې څخه ووتل، زينب له ډولۍ يا (هودج) څخه يې د اوښ زمام په خپل لاس كې اخيستى و . خو، ايا قريش پداسې حال كې چې په بدر كې يې شكست هم خوړلى زينب به پرېږدي چې ددوى په وړاندې دې له مكې څخه ووزي؟! نه، بيا هم نه!! د قريشو ځينو خلكو پدې باب په خپل منځ كې خبرې اترې وكړې او د زينب په بېرته راګرځولو پسې ووتل ترڅو په (ذي طوى) نومي سيمه كې ورپسې ور ورسېدل، پر زينب د ګوزار ړومبى وار هبّار ابن الاسود بن المطلب وكړ او په نيزې سره يې پداسې حال كې ووېروله چې نوموړې په خپله ډولۍ كې ناسته وه، زينب پدې وخت كې اميدواره هم وه كله چې راوګرځېده هغه څه چې په ګېډه كې يو و زيانمن شول، دلته ددې لېور (كنانة بن الربيع) چې د خاوند ورور يې و له تېرى كوونكو سره خپل مخالفت وښود او ويې ويل: " په الله سوګند هرڅوك چې ماته رانېږدې شي خپل غشى به پكې خښوم" خلك ترې روان شول او ابو سفيان د قريشو له يوې ډلې سره راغى اوكنانه بن الربيع ته يې وويل:" اې سړيه، پرموږ دې خپل غشي ويشتل بند كړه چې خبرې درسره وكړو" كنانه د غشي ويشتل بس كړل ابوسفيان نېږدې ورته راغى او ورته يې وويل:" ته موږ نشې ويشتلى .... د خلكو په وړاندې تا په رڼا ورځ دا ښځه زموږ له مينځه بهر كړه، كه دې داكار پدې خاطر كړى وي چې موږ په بدر كې شكست وخوړ، زه سوګندكوم چې موږ ته د نوموړې ښځې له خپل پلار څخه د ايسارولو هېڅ اړتيا نشته، او موږ ته د انتقام اخيستلو هېڅ اړتيا نشته خو دا ميرمنه يې پلار ته ور ستنه كړه"، كله چې لږ ارامي شوه په شپه كې يې بهر وايستله او زيد بن حارثه او د هغه ملګري ته يې وسپارله او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې راوستله.

پدې ډول خاوند او مېرمن سره جلا شول او د يو بل د ليدلو هېڅ لاره نه وه، نوموړې مېرمن د خپل پلار په كور كې مېشته شوه او ابوالعاص په مكه كې بې كوره سرګردانه او زړه خوړينى ګرځېد، پدې موده كې كلونه كلونه تېر شول..... ان تردې چې ابوالعاص د خپلې سوداګرۍ په موخه شام ته ووت، او د بېرته راګرځېدو پرمهال يې په لاره كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له (سريې) سره مخامخ شو او ټول مال يې ترې واخيست خو ابوالعاص په تېښته وتوانېد.... ابوالعاص خپل او د خلكو مالونه له لاسه وركړل پرته له دې چې د خلكو امانتونه وركړي بله لاره نه وه ورته پاتې، نو اوس به څه كوي؟؟

پدې وخت كې يې زينب په زړه شوه، هغه زينب چې ډېره ورته مينه ناكه او وفاداره وه، نو ابوالعاص په شپه مدينې ته ننوت او له زينب څخه يې وغوښتل چې پناه وركړي او د مال او امانتونو په ادا كولو كې ورسره مرسته وكړي، زينب پناه وركړ، دا مهال خلكو مسجد ته د تللو په تكل وو، رسول الله صلى الله عليه وسلم تكبير ووايه او مسلمانانو هم ورسره بدرګه كړ، ګه ګوري چې دديوال له شاڅخه يو غږ راځي چې وايې:" اى خلكو! ما ابوالعاص بن الربيع ته پناه وركړه او اوس زما په حمايت او امن كې دى" دا اواز د زينب و!!
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له لمانځه څخه خلاص شو خلكو ته يې مخ راواړاوه او ويې فرمايل:" اى خلكو ايا هغه څه چې ما واورېدل تاسې واورېدل؟؟ بېشكه ابې العاص د مسلمانانو له ادنى څخه پناه غواړي". بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلې لور كره ننوت له خپلې لور او ابي العاص سره يې خبرې وكړې او خپلې لور ته يې دا وصيت وكړ چې: " اى زما لورګۍ د ابي العاص پاملرنه وكړه .... تر هغه پورې چې ابي العاص مشرك وي تاسې دواړه بايد سره نېږدې نه شئ". نبي عليه الصلاة والسلام د خپلې لور لپاره دا كار ډېر لوى وګاڼه چې د الله د اوامرو د منلو په موخه له خپل خاوند څخه د جلا كېدو او د الله له امر سره سم يې د خپل نفس د غوښتنو او خواهشاتو پروا ونه درلوده وروسته هم نوموړي ته ډېره وفاداره ده... او د رسول الله صلى الله عليه وسلم خوښي يې لانوره هم ترلاسه كړه، بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې (سريې) ته چې د ابي العاص مال يې ترې اخيستى و دا پيغام واستاوه:" لكه څنګه چې تاسې پوهېږئ دا سړى د موږ له ډلې څخه دى، او تاسې يې مال ترې اخيستى دى، دا ښېګڼه ورسره وكړئ چې خپل مال يې بېرته وركړئ، موږ پدې سره خوښېږو!..... دوى ورته وويل: موږ به يې مال بېرته وركړو، او ځينو داسې وويل چې: اى ابي العاص، ايا ته اسلام راوړې، دا مالونه اخلې او مشركينو ته يې وركوې.... ابي العاص ورته وويل: دا به ډېره بده وي چې زه خپل اسلام د امانت په خيانت سره پيل كړم" ابي العاص ته يې خپل مال د رسول صلى الله عليه وسلم د كرامت او د زينب د احترام په مقصد وركړ، ابي العاص د مشركينو او خپل مال سره مكې ته راغى... او په ذهن كې يې بېلابېلو فكرونوټالونه خوړل او د سترګو مخې ته يې داسې يو انځور اوښت را اوښت چې د جلا كېدو توان يې نور نه درلود، كله يې چې د خلكو مالونه وروسپارل قريشوته داسې مخاطب شو: " اى د قرشو ډلې، ايا له تاسې څخه د كوم يوه مال له ماسره پاتې دى؟ قريشو وويل: نه، الله دې ښه درسره وكړي، موږ پوهېږو چې تاسې ډېر وفادار او سخي ياست. ابي العاص كلمه وويله:" لا اله الاّ الله محمد رسول الله... "په الله قسم چې ما له اسلام څخه هېڅ شى نه منع كوي مګر زما دا وېره چې خلك به داګومان كوي چې ابي العاص ستاسې د مالونو خوړل غوښتل". كله مې چې تاسې ته خپل مالونه دركړل او ځان مې ترې خلاص كړ نو اسلام مې راوړ". بيا ابي العاص له مكې څخه مدينې ته مهاجر شو د ډېرې مودې جلاتوب وروسته نوموړي مينه ناك: خاوند او مېرمن ددوهم ځل لپاره سره يوځاى شول.

خو نوموړې وفاداره مېرمنې خپله دنده ترسره كړه او دنيا يې ترشا غورځولې
وه..... زينب د هجرت په اتم كال وفات شوه او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې په مرګ ډېر خواشينى شو، زينب نوره له دې دنيا څخه په مخه ښه وكړه خو ښه يادونه يې پرېښودل چې لا اوس هم د وفادارې مېرمنې يو متل او بېلګه ګرځېدلې ده....


د انټرنيټ په حواله له : ( نساء حول الرسول صلى الله عليه وسلم) كتاب څخه

د وېنډوز د پرمختګ تاريخ


د وېنډوز د پرمختګ تاريخ


سره له دې چې د وېنډوز بېلابېلې نسخې تر نيوكو لاندې راغلې دي، خو په ميليونونو شخصي كمپيوټرونه بياهم نوموړې وېنډوز كاروي او بله چاره نشته. څو مياشتې وړاندې مو د وېنډوز د يوې بلې پرمختللې نسخې واورېده، چې د Windows Vista په نامه سره يادېږي، چې تر پخوانيو هغو به ډېره ځواكمنه او پياوړې وي، داسې ښكاري چې د مايكروسافټ كمپنۍ دا ويل غواړي چې Vista د اوسمهال پنځونه نه بلكې د شپږ ويشتو كلونو پرمختګ په بهير كې رامنځته شوه.
زموږ زياترو ملګرو د وېنډوز ړومبۍ3.1 نسخه پېژندلې ده چې په كال 1992ز كې راڅرګنده شوه، خو موږ پدې نه وو خبر چې له دې څخه 9 كاله مخكې د وېنډوز پيل رامنځته شو، د 1981ز كال د سپټمبر په مياشت كې د مايكروسافټ كمپنۍ يو پرمختللى سيسټم پيل كړ چې د Interface Manager په نامه يې ونوماوه، پدې موخه چې شخصي كمپيوټرونه وكولاى شي چې په لاښه او ساده او بسيطه طريقه د ځينو هارډويرونو سره چلند وكړي، پدې وخت د MS DOS چليځ د ړومبۍ نسخې يوازې تر دريو مياشتو ډېر وخت نه و تېر شوى، د پرمختګ نوموړې لړۍ نېږدې 25 كلونه د نورو سيسټمونو لكه Apple Lisa او VisiON او XEROX Star او داسې نورو پرضد دوام وكړ، ترڅو د مايكروسافټ كمپنۍ د 1983ز كال د نومبر په مياشت كې د يو نوي پنځول شوي سيسټم اعلان وكړ چې هغه مهال د Windows 1.0 په نامه ونومول شو.
Windows 1.0
سره له دې چې د مايكروسافټ كمپنۍ د وېنډوز د ړومبۍ نسخې اعلان د 1983ز كال په نومبر كې وكړ، خو د خرڅلاو په بازارونوكې يې له دې نيټې دوه كاله وروسته د 1985ز كال په نومبير كې رسمي بڼه وركړه.


Windows 1.0 له يو داسې مخينې سره په رسمي ډول راميدان ته شوه، چې زيات شمېر مهم پروګرامونه او مېنو ګانې يې په خپله لمن كې درلودل، چې مهم پروګارمونه يې MS-DOS Executive دى، چې د فايلو (دوتنو) د تنظيم او اوډون په موخه كارول كېږي.
همدا راز Windows 1.0 په ړومبيو نسخو كې ځينې مشهور پروګرامونه درلودل چې اوس هم د كار وړ دي لكه Notepad او Write او Paint، سربېره پردې چې نور پروګرامونه يې هم درلودل لكه د حساب او ګڼلو ماشين Calculator او د اړيكو نيولو پروګرامونه لكه Terminal او د ځاني معلوماتو د اداره كولو پروګرام Calendar او د پتو او عنوانونو كتابګى Card File لكه څنګه يې چې يو سادهControl Panel هم درلود، او لوكولو Maximize او كوچني كولو Minimize غوراوي او د اندازې د بدلول Resize اضافي كړكۍ او انځورګي Icons يې هم د لومړي ځل لپاره پكې شامل كړل.
Windows 2.0
د 1987 كال د اپريل په مياشت كې د مايكروسافټ كمپنۍ Windows 2.0 بازار ته وايسته، چې هماغه د ړومبۍ نسخې پروګرامونه او مېنوګانې يې درلودې، خو ځينې ځانګړنې او ښېګڼې يې په دوهمه نسخه كې ورزياتې كړې وې، چې د ځينو انځورنو خوځتيا او پر ډيسكټاپ (سرمېزي) باندې د ځينو انځورنو Icons او كړكيو زياتول وو.په كال 1987 كې د مايكروسافټ كمپنۍ Windows 2.0 يوځل بيا په يو نوي نامه Windows/38سره ونومله او د DOS پروګرام له لارې يې په Extended Memory كې له يوڅخه د زياتو پروګرامونو د پرانېستلو امكانات ورزيات كړل.


سره له دې چې Windows 2.0 د لومړي ځل لپاره يوه مهمه وېنډوز راوتلې وه د لازياتو كړنو يو چاپېريال يې تشكيلاوه، او دنوموړې وېنډوز لپاره ځانګړل شوي پروګرامونه يې پكې ځاى پرځاى كړي وو لكه Word او Excel اوCorel DRAW اوPage Maker اوMicrografx Designer.
Windows 3.0
د 1990 كال د مۍ په مياشت كې Windows 3.0 بازارونو ته عرضه شوه چې يو لړ نوي او ښكلي پروګرامونه يې په خپله غېږ كې راوړي وو، چې مهم يې د لومړي ځل لپاره د VGA ملاتړ او ځينې نور بدلونونه لكه د تڼيو ښكاره كول او مخينيې ځينې نورې برخې د 3D په شكل ښكارول وو. او د MS-DOS Executive پروګرام پر Program Manager او File Manager باندې واوښت، لكه څنګه چې انځورګي Icons په لاروښانه توګه راڅرګند شول او د ميكنټاش د سيسټم په څېر ښكارېدل.
له بل پلوه د Drag & Drop ځانګړنې ترڅنګ نورې ځانګړتياوې هم ورزياتې كړاى شوې، د بېلګې په توګه د Program File پروګرام په منځ كې د دوتنو(فايلونو) لېښل او لېږدول د كشولو له لارې شوني شول.
او پر مهارپاڼه Control Panel ځينې جوهري ښكلاوې ورزياتې كړاى شوې او ځينې نوي غوراوي او آپشنونه پكې ولګول شول لكه مخينې او د (مېزسر) ته د يو انځور راوړل او د كړكيو او خبرو اترو بكسونو رنګونه بدلول. همدا شان پدې نسخه كې Task Manager پروګرام هم راڅرګند شو، هغه چې د ترسره كولو او پرانيستل شوو كړكيو ترمنځ د تېز اوډون او بندښت امكاناتو پكې وجود درلود، لكه څنګه چې د Paint پروګرام چې په پخوانيو دوو نسخو 1.0 او2.0 كې يې وجود درلود، پر Paint Brush پروګرام واوښت، چې په نوموړي پروګرام كې لازياتې ځانګړتياوې موجودې وې لكه د BMP او PCX په بڼه د انځور ساتل. خو ترټولو مهم څيز پدې نسخه كې د Help يا مرستې د نوي سيسټم څرګندتيا وه هغه چې هايپرټسكټ Hypertext يې ملاتړ كړى و، او په همدې ډول د سوليټير لوبه د لومړي ځل لپاره په همدې نسخه كې رامنځته شوه.

Windows 3.1
د 1992ز كال په اپريل مياشت كې د مايكروسافټ كمپنۍ Windows 3.1 نسخه جوړه كړه چې د نړۍ زيات شمېر وګړو يې پلورلو ته مخه كړه، كله چې بازارته عرضه كړاى شوه، د سپږو اوونيو په دننه كې يې ان 3 مليونه پلورونكي وموندل.
Windows NT 3.1
د 1993ز كال په اګسټ كې د مايكروسافت كمپنۍ د يو نوي سيسټم Windows NT 3.1 اعلان وكړ، هغه چې له پخوانۍ Windows 3.1 سره يې ډېر نېږدېوالى درلود، خو نوموړي نوي سيسټم DOS ته اړتيا نه درلوده، لكه څنګه چې د 32B بايټو سيسټم هم پكې لګېدلى و، نو پدې توګه د 32B په درلودلو سره يې لاښكلا ومونده.
Windows 3.11 for Workgroups
د 1993ز كال د نومبر په مياشت كې د مايكروسافټ كمپنۍ د يوې بلې نسخې Windows 3.11 for Workgroups اعلان وكړ، چې د ځايي سييمه ييز جال LAN په دننه كې د كار كولو شونتيا پكې وه، چې د مؤسساتو او شركتونو د جال اسانتياوې يې لا نورې هوسا كړې. او د وېڼدوز كاركوونكو ته يې د فايلونو او چاپګرو (پرېنټرونو) اسانتياوې برابرې كړې، لكه څنګه يې چې د وېنډوز كارنو ته نوي امكانات وړاندې كړل لكه د Microsoft Mail برېښناليك استولو پروګرام، چې د ځايي سيمييز جال په دننه كې كارګرو د فايلونو او ليكونو د استولو او ترلاسلو امكانات او لاسرسى وموند، همدارنګه د At Work Fax پروګرام رامنځته شو چې د فاكس( كښوړي) له لارې په مباشر ډول د ليكونو د استولو اسانتيا يې رامنځته كړه.
في شهر نوفمبر من عام 1993 أعلنت شركة مايكروسوفت عن إصدار Windows 3.11 for Workgroups الذي قدم دعما مضمنا لتشغيل أجهزة الكمبيوتر داخل الشبكات المحلية LAN وتواكب ذلك
Windows NT 3.5د 1994ز كال په سپټمبر كې Windows NT 3.5 راڅرګنده شوه چې زيات شمېر تحسينات او نوي زياتونې يې ورسره راوړې، چې مهمې يې د سيسټم د كاركوونكو لپاره د ننوتون نومليكنه Log On و، چې سيسټم ته له نومليكنې Login Nameاو تېرنويي (پټنوم) Password ليكلو پرته هېڅوك نشي ننوتلاى. لكه څنګه د Disk Administrator پروګرام ، د Fdisk پروګرام چې د MS DOS له پروګرام سره راځي چې د هارډېسك (سخت ټيكلي)په ويشلو يا Partition په اداره كولو كې كارېږي ځايناستى شو.
Windows NT 3.5 د جالونو، د كارنو په اداره كولو كې او د سيسټم په ټينګښت كې لازياتې اسانتياوې او امكانات رامنځته كړل، لكه څنګه چې د چاپګرو د پېژندلو پروسه او د سيمه ييزو جالو د سرچينو پېژندل لااسانه او ځواكمن كړاى شول.
Windows 95
د 1995ز كال په اګست كې د مايكروسافټ كمپنۍ Windows 95 سيسټم جوړ كړ، چې په نوموړي سيسټم كې د Program Manager پروګرام پر Windows Explorer پروګرام واوښت، لكه څنګه چې د خبرو اترو بكسونه او كړكۍ او د وېنډوز نورې ټولې برخې د 3D بڼې ته واوښتل، او د Close تڼۍ زياته كړاى شوه چې د خبرو اترو ټولو بكسونو او كړكيو د بندښت په موخه د (x) نښه ورته وټاكل شوه.
مګر د مېزسر نه يوازې دا چې د كړكيو د لنډلارو Shortcuts او پروګرامونو د څرګندولو لپاره كارول كېده، بلكې ددې امكان يې پيدا كړ چې فايلونه او ډاكومنټونه هم د ځينو خاصو شارټ كټونو ترڅنګه لكه My Computer چې د كمپيوټر د محتوياتو مدخل بلل كېږي او Network Neighborhood چې د ځايي جال د سرچينو د ښكاره كولو لپاره كارېږي، او Recycle Bin چې د لرې كړاى شوو توكو خځلنۍ په توګه كار ترې اخيستل كېده، پكې ځاى پرځاى كړاى شي.
Windows 95 همدراز Microsoft Exchange پروګرام راوړ چې نوموړي پروګرام د برېښناليك او فاكس (كښوړي) د استولو په موخه كارول كېږي، او د لومړي ځل لپاره د مايكروسافټ كمپنۍ د Internet Explorer د سيسټم د كاركوونكې برخې په دننه كې او د تليفون د غوښتنې لپاره پروګرام چې TCP/IP يې ملاتړى و د PPP په بهير كې رامنځته كړل، چې په نتيجه كې پر انټرنېټ پورې پيوستون هېڅ كوم بل اضافي پروګرام ته اړتيا نه درلوده.
د Start پټه د لومړي ځل لپاره راڅرګنده شوه چې په سيسټم كې د لګول شوو پروګرامونو لنډلارى او چټك رسېدلو د مركزي ځاى په موخه كارېږي، لكه څنګه چې د Taskbar پټه هم د پروګرامونو او پرانيستل شوو كړكيو ترمنځ د اوړون په موخه كارول كېږي.
Windows NT 4.0د Windows 95 د نسخې په يو كال تېرېدو سره د 1996ز كال د اګست په مياشت كې د مايكروسافټ كمپنۍ د يوې بلې نسخې Windows NT 4.0 په تكل شوه چې ځينې د Windows NT له سيسټم سره سم يې ځينې ځانګړنې درلودې، خو په واقعيت كې د Windows NT 4.0 نسخه كومه ځانګړې نسخه نه وه، او كوم ځانګړنې يې نه دي اضافه كړې، بلكې نوموړې نسخه د Windows 95 او Windows NT 3.5 نسخو يو مشترك سيسټم و.
Windows 98
د 1998ز كال په جولاى كې د مايكروسافټ كمپنۍ يو نوى سيسټم Windows 98 جوړ كړ چې پخوانۍ هغې Windows 95 په پرتله يې له Windows Explorer او Internet Explorer پرته كومه نوې ځانګړتيا نه درلوده.


د Windows 98 له مهم ځانګړنو څخه يوه هم د Active Desktop ځانګړنه ده، چې د وېب په بڼه د مېز پر سر توكي ښيي، بل دا چې د مايكروسافټ كمپنۍ په Windows 98 كېHelp يو بل نوى سيسټم وړاندې كړى هغه دا چې په Hyper Help يې نومولى دى، چې د Help اړند دوتنې يې د وېب پاڼې په څېر او بڼه اړولې دي.
Windows 98 د وېب سپړونكى Internet Explorer 4.0 راوړ چې د HTML 4.0 ملاتړ دى، لكه څنګه چې د فايلونو نوى سيسټم FAT32 يې هم راوړى چې د زيات حجم له سخت ټيكليو سره ( له 2 ګېګابايټ څخه لوى) سره ښه چال چلند كوي، لكه څنګه چې د نوې ټيكنالوجۍ ملاتړ هم كوي لكه DVD او د USB پورټونه او د AGP كارتونه.
Windows 2000
په 2000ز كال كې Windows 2000 د Windows NT سيسټم د بشپړتيا په موخه راووتله، چې يوه پرمختللې نوې مخينه يې ورسره راوړه، چې د سيسټم او د انټرنېټ د جال وړتيا يې درلوده او د لومړي ځل لپاره د NT پر كوډ په معتمدو سيسټمونو كې Device Manger راڅرګند شو، چې كمپيوټر په اسانۍ سره كارتونه او نوي وزلې ورزياتې كړي.
Windows 2000 يو بل پروګرام Computer Management راوړ چې د سيسټم په ټولو مكوناتوځانګړنو او لګونو كې مركزي يوون تر خپل حاكميت لاندې راولي، لكه څنګه چې د سيمه ييزو جالو د اداره كولو په بهير كې يې نوي پروګرامونه كاركوونكو ته وړاندې كړل، همدا راز Windows 2000 د Windows NT په سيسټم كې معقد او پېچلې ترسره كونې اسانه كړې.


Windows Me
د 2000 په سپتمبر كې د مايكروسافټ كمپنۍ يو بل سيسټم Windows Me او Windows Millennium Edition جوړ كړ، خو نوموړې نسخې ته دومره هركلى ونشو لكه څومره چې د وېنډوز د كورنۍ پخوانيو نسخوته شوى وو، چې ښايي بېلابېل لامونه ولري، چې مهم يې دادي چې نوموړې نسخه د Windows 2000 د صدور له لږ ځنډ وروسته صادره شوه چې وروسته بيا Windows XP هم پسې راووتله.
په Windows Me كې د مېز سر ټول هغه بدلونونه وساتل كوم چې په Windows 2000 كې وو، چې له هغې ډلې څخه يوهم د سرميزي پر سر كيڼ اړخ ته تر My Computer لاندې د My Documents اسناد دي، چې نوموړي اسناد يولړ ځانګړي فولډرونه (پوښۍ) لري، لكه My Pictures چې پكې د موجوده انځورونو كوچني انځورونه ښكاري او نماينده ګي يې كوي. Windows Me د انټرنېټ سپړونكى Internet Explorer 5.5، غږيز او وېډيويي دوتنې غږوونكى پروګرام Media Player 7، او د وېډيويي دوتنو (فايلونو) د جوړولو او سمادېدو پروګرام Movie Maker رامنځته كړل.






Windows XP
د 2001 په اكتوبر كې د مايكروسافټ كمپنۍ د Windows XP بازار ته وړاندې كړه، چې له Windows 95 راهيسې ترټولو ښه وېنډوز ده، چې د وېنډوز په نوموړې نسخه كې زيات شمېر نوې ښېګڼې او پرمختګونه او اسانتياوې ځاى پرځاى شوې دي.
د Start غورنې (مېنو) يوه بله نوې بڼه غوره كړه چې اوسمهال له دوه عمودو څخه جوړه ده، چې يو يې ښى عمود دى چې د پوښيو (فولډرونو) او مهمو ترسره كونو لنډلارى دى لكه My Computer اوMy Documents او Control Panelاو داسې نور. اما د كېڼې خوا عمود دريو برخو ته وېشل كېږي، پاسنۍ برخه، چې د وېب سپړونكي Internet Explorer دوه ثابټې لنډلارې چې يوه يې د وېب سپړونكي او بله يې د برېښناليك Outlook Express پروګرام پكې وجود لري، اما منځنۍ برخه يې داسې لنډلاري لري او شارټ كټونه لري چې د پروګرام په بدلېدو سره په تكراري ډول بدلېږي، اما د لاندېنۍ برخې له لارې كولاى شو چې پر سيسټم نورو لګول شوو پروګرامونو ته لاړ شو.
په Windows XP كې د پوښيو او دوتنو د څېړنو په زړه پورې امكانات وجود لري، او د تعليماتو Help سيسټم يې په پرمخللي ډول سېټ شوى دى، لكه څنګه XP د غږ او وېډيو غږوونكو پروګرامونو 8.0Media Player نسخه هم له خپل ځانه سره راوړه، سربېره پردې يې په لس ګونو نور مهم پروګرامونه هم راوړل.
Windows XP د وېب سپړونكي Internet Explorer 6 نسخه هم له ځانه سره راوړه، چې يو لړ ښېګڼې هم ورسره راغلې، لكه څنګه يې چې له انټرنېټ سره د پيوستون پرمهال د Internet Connection Firewall ځانګړنه هم راوړه چې د كمپيوټر لپاره د ژغورنې دديوال Firewall كار ترې اخيستل كېږي. د وېنډوز نوموړى سيسټم په ټوله نړۍ كې تر نن ورځې پورې ترټولو ډېركارېدونكى سيسټم دى.
Windows Vista
وېڼدوز ويسټا Windows Vistaپه سل ګونو نوې ځانګړنې لري، چې ړومبۍ ځانګړنه يې د نوي كارن مخينه چې په وېنډوز ارو Windows Aero سره يادېږي، او د څېړنې ښې ځانګړنې، او د معتمدو منځګړيو د جوړلو لپاره نوي توكي لكه د ډي وي ډي سي ډي ګانو جوړوونكى Windows DVD Maker او نور فرعي نوي پروګرامونه چې د چاپ، ښوولو د غږ د بدلون لپاره كارېږي. د ويسټا وېنډوز يوه موخه داده چې د Peer-to-peer جوړې تر جوړې د تخنيك له لارې په كورنيو جالونو كې د حساباتو او شمېرنو د تواصل د اندازې د زياتوالي په موخه اسعماليږي. د پرمختللو خلكو لپاره، د ويسټا سيسټم درېيمه نسخه د ډاټ نېټ د كار په چوكاټ كې DotNET Framework وړاندې كوي، چې له دوى سره د بېلابېلو كارونو په ترسره كولو كې په بشپړه ډول مرسته كوي.
د مايكروسافټ له ويناوو سره سم د ويسټا وېنډوز له اهدافو څخه يو دا هم دى، چې د سيسټمونو د كار پرمهال امنيت لانور هم ټينګ وساتي. له ډېرى هغو مشهورو نيوكو څخه چې پر اكس پي وېنډوز او له هغې مخكې وېنډوزګانو باندې نيول كېدې، دا وې چې امنيت او سيكوريټي سيسټم يې پياوړي نه و، چې په اسانۍ سره به وېروسونه او داسې نور تباه كوونكي څيزونه ننوتل او Buffer Overflows د لنډمهالي زېرمتون له سعت تجاوز دي، ددې په رڼاكې، د مايكروسافټ د اداري مجلس مشر بېل ګېټس د 2002 په ړومبيو كې د Trustworthy Computing اعلان وكړ، چې موخه يې په كمپنۍ كې د پروګرامونو لپاره د امنيت په هكله دكار په بهيركې هر اړخيزه مرسته وه. مايكروسافټ پدې اند دي، چې ګواكي دوى تر هرڅه وېنډوز اكس پي او وېنډوز پالنګر 2003 Windows Server ته زياته پاملرنه او لومړيتوب وركوي... سره له دې چې نوموړى نوى سيسټم د چليځ او پالنو په ډګركې له يو شمېر ستونزو سره مخ و كوم يې چې د 2007 په جنوري په دېرشمه نېټه رسمي اعلان كړ، چې په نړۍ كې ډېرى كمپيوټرونه لدې معيار سره نه دي برابرشوي... خو، د مايكروسافټ او د هغوى د ملګرو مشترك سيسټم به په راتلونكې كې په ټوله نړۍ كې يو
معتمد سيسټم وي.